د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې پاکستاني پوځیانو يو ځل بيا د تورخم دروازه د افغان مسافرو پر مخ وتړله.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پاکستاني عسکرو په غير قانوني توګه د ديوال جوړولو هڅه کوله، چې افغان سرحدي ځواکونو يې مخه نيولې او هغوی یې غبرګون کې دروازه تړلې.
هغه وایې، د واړو خواوو ترمنځ هوايي ډزې هم شوي خو مرګ-ژوبله نه لري.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نن له غرمې ورورسته پاکستانیانو غوښتل د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې دیوال وکړي، چې افغان ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.»
بل لور ته خایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې مسافر خوندي ځایونو ته لیږل شوي او دواړه خواوې ګوته په ماشه دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني ځواکونه د افغان مساپرو پر مخ د تورخم دروازه تړي او یا د ډیورنډ فرضي کرښې پر اوږدو ناقانونه تاسیسات جوړوي، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان په ورته کړنو لاس پوری کړی دی.
