د جګړې بندېدو او پر طالبانو د سولې غږ؛ د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو سرتېرو ته وینه ورکړه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ختیځو ولایتونو لسګونه دیني عالمانو هېواد کې وروستیو جګړو کې ټپي شویو سرتېرو ته وینه ورکړه او د هغوی سرښندنې یې وستایلې.

د ختیځو ولایتونو ګڼ شمېر دیني عالمان نن (شنبه، ۱۶ د زمري) د ننګرهار مرکز جلال اباد کې راټول وو او د یوې غونډې پر مهال یې ټپي شویو سرتېرو ته وینه ورکړه.

دیني عالمانو په دې غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

دغو دیني عالمانو په یوې غونډې کې وروستۍ جګړې وغندلې او د وینې ورکړې سربېره یې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ تازه او غږ یې وکړ، چې اوږه په اوږه یې تر څنګ ولاړ دي.

دیني عالم غازي ګل شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې روان جګړه پردۍ وګڼله او ویې ویل چې قربانیان یې افغانان دي.

ده وویل، خوښ دی چې خپله وینه د هېواد ساتونکیو ته ورکوي او د خپل سر په بدل به له اوسني نظام ملاتړ کوي.

نوړي وسله وال طالبان «خوارج» او له اسلامه وتلي یاد کړل او پر دغې ډلې یې غږ وکړ، چې د الله اکبر په ویلو دې افغان ولس نه ګواښي.

مولوي غازي ګل شینواري زیاته کړه: «خو نن چې نن وړاندې کېږو، موږ په الله اکبر څوک نه پرېږدي. د الله اکبر ذمه واري د اي ایس ای خوارجو په غاړه اخستې ده. جاهله خوارجه راځه اسلام سم مطالعه کړه، اسلام یوازې د افغانستان له پاره نه دی، دا د نړۍ له پاره دعوت دی.»

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عقیدتي او فرهنګي چارو مدیر ډګروال عجب ګل ساپي له دیني عالمانو د مننې سربېره خوښي وښوده، چې د ټولنې د روحاني طبقې ملاتړ له ځانه سره لري.

دیني عالم الله ایار اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د طالبانو بریدونو سربېره د ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو غندنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ، چې له جګړې دې لاس واخلي.

مولوي الله یار زیاته کړه: «مونږ.به هیچا ته اجازه ورنه کوږړو چې زمونږ هیواد وران کړي او شته نظام ړنګ کړي، د افغان ځواکونو.ملاتړ کوو او دوی ته دفاع او ملاتړ په موخه خپله وینه ورکوو، له طالبانو غواړو چې د نورو د ګټو لپاره جګړه بنده کړي او سوله وکړي.»

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عقیدتي او فرهنګي چارو مدیر ډګروال عجب ګل ساپي له دیني عالمانو د مننې سربېره خوښي وښوده، چې د ټولنې د روحاني طبقې ملاتړ له ځانه سره لري.

ساپي زیاته کړه: «له ټولو علماو مننه کوو، چې د دې ظالمانو په مقابل کې یې د جهاد فتوا ورکړه او دا یې غیرمشروع او د شخصي ګټو جنګ وباله. امنیتي ځواکونو ته یې وینه ورکړه، موږ ترې مننه کوو او خدای دې یې په عمرونو کې برکت واچوي.»

په دغې غونډې کې دیني عالمانو په طالبانو، ایران، پاکستان او نورو د مرګ شعارونه هم ورکول او غوښتنه یې وه، چې نړیواله ټولنه دې په طالبانو فشار راوړي، چې روانه وینه تویېدنه بنده کړي او سولې ته غاړه کېږدي.

طالبانو تر اوسه د دغو دیني عالمانو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمان داسې حال کې سرتېرو ته وینه ورکوي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جګړې روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه