اطلاعات روز: د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، له بګرام هوایي اډې ځانګړي شوي جنراتورونه ننګرهار ته ورلېږل شوي دي.
ضیاالحق امرخېل نن (شنبه، ۹ د زمري) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره شوې خبرپاڼه کې له ولسمشره مننه کړې او ویلی یې دي چې په دې سره به تر ډېره بریده د جلالاباد ښاریانو د برښنا ستونزه حل شي.
ښاغلي امرخېل لیکلي: «جلالتماب ولسمشر څخه مننه کوم چې د ګرمې په موسم کې له باګرام هوایي اډې څخه ځانګړي شوي جنراتورونه ننګرهار ته را وليږل او ډاډمن يم چې په دې چارې سره به تر ډيره کچه د جلال اباد ښاريانو د برېښنا ستونزه حل شي.»
که څه هم ښاغلي امرخېل د دې جنراتورونو شمېر نه دی یاد کړی، خو د تېر سرطان میاشتې په ۲۰مه کله چې د ولسمشر محمداشرف غني له خوا د افغانستان برښنا شرکت له لوري ننګرهار ته د دې جنراتورونو د لېږد د تایید خبر خپور شو، شمېر یې ۲۲ تنه یاد شوی و.
د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي هغه مهال اطلاعات روز ته ویلي ول چې ولسمشر غني ننګرهار ته د باګرام نظامي اډې د دغو ۲۲ ډیزلي جنراتورونو لېږد تایید کړی دی.
ښاغلي نیازي ویلي ول چې دغه جنراتورونه به ژر ننګرهار ته ولېږدوي.
هغه ټینګار کړی و چې برښنا شرکت ننګرهار حوزه کې د برښنا کمښت له امله د دې جنراتورونو د لېږد خبره مطرح کړې وه او ولسمشر غني هم د همدې تېرې سرطان په ۱۵مه نېټه تایید کړې وه. دا حوزه د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ته شاملېږي.
دغه راز هغه مهال د دې وړاندیز یوه نسخه چې د برښنا شرکت ویاند یې هم تاییدوي، په کې راغلي چې دا ۲۲ پایې جنراتورونه ۱۰.۶۹ میګاواټه مجموعي ظرفیت برښنا تولیدوي.
