د کورنیو او کلتوري ستونزو سختو پولو وهل؛ پکتیا کې د ښځینه پولیسو شمېر دوه برابره زیات شوی

خبریال: حبیب‌الله سراب

د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د ښځینه پولیسو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی، چې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي.

د همدې ښځینه پولیسو له ډلې یې جمیله هغه پولیسه ده، چې په دویمه ساتنمنۍ رتبه د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې دنده ترسره کوي، نوموړې اوس د ۳۰ ښځینه پولیسو مشري کوي. هغه وايي، همدې نظامي دندې ته په راتګ کې یې زیاتې کلتوري او کورنۍ ستونزې ګاللې دي، د نوموړې په خبره، چې له سختې مبارزې وروسته په دې وتوانېده، تر څو د پولیسو په لیکو کې ولس ته د خدمت کولو چانس ترلاسه کړي. 

جمیله په امنیه قومندانۍ کې د اداري چارو سربېره له نارینه پولیسو سره په ځانګړو عملیاتو کې هم برخه اخلي او د خپل کار په اړه داسې وايي: «زه له تېرو څو کلونو راهیسې دلته د پکتیا امنیه قومندانۍ کې دنده ترسره کوم، اوس د ۳۰ ښځینه پولیسو مشري کوم، کله چې زه نظامي لیکو ته راتلم، نو زما د راتګ په وړاندې ډېر زیات خنډونه موجود و، اول خو امنیتي ستونزې وې، بیا کورنۍ او کلتوري مشکلات و، چې له هغو  وروسته ما وکولی شوای، چې راشم او له خپلو وروڼو سره یو ځای په پولیسو کې دنده پیل کړم.»

د همدې ښځینه پولیسو له ډلې یې جمیله هغه پولیسه ده، چې په دویمه ساتنمنۍ رتبه د پکتیا په امنیه قومندانۍ کې دنده ترسره کوي، نوموړې اوس د ۳۰ ښځینه پولیسو مشري کوي.

نوموړی وايي، پخوا د ښځو د کار په وړاندې بېلابېل کلتوري او امنیتي خنډونه موجود و، خو د دې په وینا چې د عامه پوهاوي په زیاتېدو سره اوس یادې ستونزې تر ډېره راکمې شوې دي.

د جملې په وینا، چې دا د اداري چارو ترڅنګ وخت نا وخت له نارینه پولیسو سره په ځانګړو عملیاتو کې هم ګډون کوي او  ورسره د خلکو کورونه تلاشي کوي.

جمیلې په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وویل: «ځینې کلتوري ستونزې اوس هم زمونږ د کار په وړاندې وي، خو ولې اوس خلک هم په دې پوی شوي، چې ښځینه پولیس په امنیتي لیکو کې یوه لویه اړتیا ده، نو زه خپله هم دلته په امنیه قومنداني کې د اداري کارونو ترڅنک ځینې وخت له خپلو وروڼو سره عملیاتو کې هم برخه اخلم.»

هغه په نظامي، پوهنې، روغتیايي او ځینو نورو ادارو کې د ښځو ونډه اړینه بولي او وايي، ډیر داسې کلتوري مسایل شته، چې هلته پکې ښځو ته زیاته اړتیا لیدل کیږي.

دا له نورو مېرمنو هم غوښتنه کوي، چې د نظامي لیکو ترڅنک باید په ټولو هغو ادارو کې چې هلته ښځینه طبقې ته اړتیا وي، نو دوی باید ورشي او له نارینو سره یو ځای باید کار وکړي، نوموړې په دې اړه وايي: «ستونزې زمونږ په ټولنه کې ډېرې دي، که روغتون کې ښځینه ډاکټره ونه اوسي، نو خلک نارینه ډاکټر ته د کور ښځینه ناروغانې نه ور وړي، همداشان په ښوونځي کې او د دې ترڅنک په پولیسو او نورو نظامي ارګانونو کې د ښځو شتون ډېر اړین دي، نو زما غوښتنه له نورو خویندو دا ده، چې راشي او په ډاډه زړه په پولیسو لیکو کې دنده ترسره کړي.»

د جملې په وینا، چې دا د اداري چارو ترڅنګ وخت نا وخت له نارینه پولیسو سره په ځانګړو عملیاتو کې هم ګډون کوي او  ورسره د خلکو کورونه تلاشي کوي.

له جمیلې سره مروا بله هغه مېرمن ده، چې د پولیسو لباس یې په تن او له نظامي اړخه خلکو ته خدمت کوي، هغه وايي، دې کار ته یې له مجبوریته مخ نه دی کړې، بلکې هدف یې ولس ته کار او خدمت کول دي.

نوموړې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هڅه کوي، تر څو په یو لوی بست مقرره شي.

هغه وايي: «زه خپله چې دې کار ته راتلم، نو زما هدف له نظامي اړخه خپلو خلکو ته خدمت کول و، نورې ادارې هم وې، چې ما کولی شوای، تر څو هلته دنده واخلم، ولې په پولیسو کې ولس او ټولنې ته خدمت بیا له نورو ډېر غوره دی، زه به هڅه وکړم، چې له دې په یو لوی بست کار وکړم.»

د پکتیا ولایت د ښځو چارو ریاست هم د ښځو د کار په وړاندې ځینې ستونزې مني، خو وايي، د پوهنې ترڅنګ اوس مهال د دې ولایت په بېلابېلو ادارو کې ګڼې لوستې مېرمنې په دندو ګمارل شوې دي.

د ښځو چارو ریسه نسرین اوریاخېل اطلاعات روز ته وویل، چې دوی هڅه کوي، تر څو د مرکز په ګډون په لرې پرتو ولسوالیو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلې نسرین په دې اړه وايي: «ډیری مېرمنې لرو، چې زده کړې یې کړې وي، خو د کلتوري ستونزو له امله نشي کولی، چې په ادارو کې کار وکړي، خو ولې خوشبختانه نه یوازې مونږ اوس په پوهنې ریاست کې خویندې لرو، بلکې په زیاتره نورو دولتي ادارو کې لوستې انجونې لرو، په پولیسو کې ښيې تکړه خویندې اوس کار کوي.»

له جمیلې سره مروا بله هغه مېرمن ده، چې د پولیسو لباس یې په تن او له نظامي اړخه خلکو ته خدمت کوي، هغه وايي، دې کار ته یې له مجبوریته مخ نه دی کړې، بلکې هدف یې ولس ته کار او خدمت کول دي.

كه څه هم د پکتیا ولایت د ښځو چارو ریاست په ادارو کې د ښځینه کارمندانو د ونډې زیاتېدو خبره کوي، ولې د دې ولایت ځینې لوستې انجونو بیا شکایت کوي، چې په ډیری ادارو کې ګمارنې د اړیکو په اساس ترسره کیږي، خو نسرین اوریاخېل اطلاعات روز سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه او وویل: «مونږ لاهم لوستو انجونو او مېرمنو ته په ټولو ادارو کې اړتیا لرو، دا چې دوی وايي، واسطه ده یا بل کوم خنډ دی، زه یې ردوم، ځکه مونږ هر وخت دا اعلان کوو او له دوی غوښتنه کوو، چې راشي او په ښه معاش که هره اداره کې وغواړئ کار وکړئ، دا چې دوی نه حاضریږي، نو زه فکر کوم، چې ستونزه به خپله په دوی کې وي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا امنیه قومندان په نظامي لیکو کې د ښځو ونډه اړینه بولي او وايي، که په ځینو عملیاتونو کې ښځینه پولیسې شتون ونه لري، نو د ولسي خلکو د کورونو په تلاشي کولو کې نارینه پولیس له ستونزو سره مخ کیږي.  

قومندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال د امنیه قومنداني سربېره د ټولو امنیتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

ښاغلي باقي زوی وویل: «مونږ اوس د ښځینه پولیسو په برخه کې ډېره ستونزه نه لرو، خو ولې چې څومره زمونږ په امنیتي لیکو کې د ښځو ونډه ډېره وي، همدومره زمونږ د لاسته راوړنو ګراف ورسره پورته کیږي، نو دلته په قومنداني کې ښځینه پولیسو ته ځانکړی ځای او امکانات برابر شوي دي، بله مسله دا چې زمونږ د امنیتي ارګانونو ترمنځ اوس ښه همغږي هم رامنځته شوې ده.»

د امنیتي مسوولینو د مالوماتو له مخې چې اوس مهال په ټوله پکتیا کې ۴۱ ښځینه پولیسې دنده ترسره کوي، چې ۱۲ په کې ساتنمدې، ۱۹ سرتېرې ۵ د محابس کار کوونکې او پاتې نورې یې په روز نیزه برخه کې په کار بوختې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه