د لغمان ولایتي اداره: طالبانو د یوې مېرمنې په ګډون د یوې کورنۍ درې تنه وژلي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین ادعا کوي چې طالبان د دې ولایت مرکز مهترلام کې د ملکي وګړو یو کور ته اووښتي او د یوې مېرمنې په ګډون یې د دې کورنۍ درې تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه وسله وال طالبانو شاوخوا لس بجې د دې ولایت مرکز مهترلام اړوند «قوال‌خیلو» سیمه کې د اکرام په نوم د یوه ملکي وګړي کور ته وراوښتي، چې پرمهال یې د یادې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دولتزی وايي، سیمې ته په وخت امنیتي ځواکونه رسیدلي چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو د سرګروپ شاه‌اغا په ګډون درې وسله وال وژلي دي او ځینې نورو یې له سیمې په تیښته بریالي شوي دي.

دولتزي زیاته کړه: «تېره شپه شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو د لغمان ولايت مرکز اړوند قوال خېلو سیمه کې د اکرام په نوم د يوه ملکي وګړي کور ته وراوښتي چې پرمهال یې نښته رامنځته شوې، د نښتې په ترڅ کې یوه ميرمن او دوه زامن یي وژل شوي او د انګور په ګډون یې څلور لمسيان ټپیان شوي. دغه راز نوموړي سيمې ته د امنيتي ځواکونو د رسيدو سره سم د نښتي له امله د ترهګرو طالبانو سرګروپ شاه آغا مشهور په بدرالدین په ګډون درې تنه وژل شوي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه