اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت مقام وایي، د دې ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې ماين چاودنې د څلورو ملکيانو ژوند اخیستی دی.
د پکتيکا له ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) سهار شاوخوا ۸ بجې د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماين د ملکي وګړو په سراچه موټر چاودنه کړې، چې په کې سپاره څلور تنه نارينه وژل شوي دي.
د یادې خبرپاڼې په وینا، په يادو کسانو هغه مهال چاودنه شوې چې له مټاخان ولسوالۍ د مرکز ښرنې پر لور روان ول.
د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
