ننګرهار کې د ګرمي موسم په پیلیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي

اطلاعات روز: ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تیر کال په پرتله سږکال موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر ډاکتر عبدالشکور عظیمي  اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د اوړي د سختې ګرمۍ په پیلیدو سره دې ولایت کې ملاریا، معرقه، اسهالات او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي، چې د ګرمۍ په زیاتیدو سره د ننګرهار په مرکز او هغه ولسواليو کې چې هوا یې ګرمه ده زیاتیږي.

د ښاغلي عظیمي په وینا چې د تير کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډيرې شوي چې لاملونه یې کډوالي، فقر، بې وزلي، ګرمي او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی.

ډاکتر عبدالشکور عظیمي زیاته کړه: «په ننګرهار کې د ګرمۍ موسم په پیل سره د موسمي ناروغیو کچه هم لوړه شوې او تیر ته په کتو څو چنده لوړه شوې، چې لامل یې روغتیایي لارښوونو نه عملي کیدل، په ځینو سیمو کې د روغتیایي اسانتیاو کموالی، فقر او د جګړو له امله بیځایه کیدنه او نور لاملونه دي، چې له امله یې ملاریا، معرقه، اسهالات او نورې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.»

د ننګرهار د حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر خلیل الله امان اندیښنه لري او وایي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو په موسمي ناروغیو له ماشومانو سربیره د لویانو د اخته کیدو ویره هم ډیره ده.

 ډاکتر خلیل الله امان: «که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي نو په موسمي ناروغیو د زیاتو خلکو د اخته کیدو ویره شته نو خلکو ته په کار ده چې په ورځني ژوند کې ټولې روغتیایي لارښوونې عملي کړي او هم دې خپل ناروغان په خپل وخت روغتیایي مرکزونه ورسوي، ځکه ډیره کله دا ډول موسمي ناروغۍ د مرګ سبب هم ګرځي نو که په وخت یې پالنه ونشي ستونزې پیدا کیږي.»

په همدې حال کې روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو پیوازان له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.

ابراهیم یو له هغه ناروغانو دی چې په نس‌ناستي ناروغۍ اخته شوی، وایي که خلک روغتیایي لارښوونو ته پام ونه کړي نو د اوړي په موسم کې پر د زیاتیدو خلکو په مختلفو ناروغیو د اخته ویره شته.

ابراهیم زیاته کړه: «زما ورور دی هغه اسهال شوی او اوس روغتون کې دی نو که خلک د ډاکترانو خبره ونه مني او یعنې روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي، حتما به زیات خلک په ملاریا، معرقه او نورو ناروغیو اخته شي چې بیا به یې ځای روغتون وي نو لازمه ده چې خلک پاکوالي ته پام وکړي.»

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وایي، د موسمي ناروغیو د مخنیوي په موخه یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د یادو ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه