منظور پښتین: نور چا ته اجازه نه ورکوو چې د پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړي

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستاني حکومت تل د خپلو شخصي ګټو لپاره د پښتونخوا خاوره کارولې، خو دی زیاتوي چې نور به هېچا ته دا اجازه ور نه کړي چې دا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړي.

د پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په «مکین» کې دا ستره زرګیزه غونډه نن (سه‌شنبه، ۵ د زمري) ترسره او د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ورته زرګونه پښتانه افغانان ورغلي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په خپلې فیسبوکپاڼې خپرې کړیو خبرو کې ویلي چې پاکستاني حکومت تل د پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړې ده.

ښاغلي پښتین ویلي: «تل زموږ خاوره دغه رياست د خپلو مفاداتو لپاره د افغانستان په ضد استعمال کړې ده، پي ټي ايم به د دې په ضد تل مزاحمت کوي او نور به هيچاته دا اجازه نه ورکوي چې د پښتون خوا خاوره د افغانستان په ضد استعمال کړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په خپلې فیسبوکپاڼې خپرې کړیو خبرو کې ویلي چې پاکستاني حکومت تل د پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړې ده.

منظور پښتین دغه راز ویلي چې په خپله خاوره د هېچا «جنګي پالیسي» نه مني. هغه ویلي چې نننۍ غونډه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه او زیاتوي چې نور باید افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي.

ښاغلي پښتین ویلي: «د نن جلسې پيغام ډېر واضح و چې مونږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو . د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه او مونږ نن ډېر واضح وویل چې په افغانستان کې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شئ ، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»

منظور پښتین دغه راز ویلي چې په خپله خاوره د هېچا «جنګي پالیسي» نه مني. هغه ویلي چې نننۍ غونډه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه او زیاتوي چې نور باید افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي.

منظور پښتین دغه راز وویل دوی د افغانستان د ولس رایو ته احترام لري او تل به ورسره ولاړ وي.

له بلې خوا د پاکستان پخواني سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي په یو ټوېټ کې ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دې غونډه کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان «نااعلان‌شوې» جګړې سره چې په کې «بې‌ګناه» خلک وژل کېږي، مخالفت وشو. ښاغلي خټک ویلي چې دغه ستره غونډه پاکستاني رسنیو خپره نه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه ویلي چې: «که څه هم رياست د جلسې ناکامولو هره هڅه وکړه، خو د مکين جنوبي وزيرستان ولس په ډېره مړانه د پي ټی ايم سره ودريدل او دا جلسه يې کاميابه کړه .»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو ننګوونکو مسایلو او د دواړو هېوادونو چارواکو څرګندونو او پر یو بل د تورونو لګولو له امله اړیکې یو څه ترینګلې شوې. پاکستان بیا افغانستان سره پر کرښه پوځ هم ځای پر ځای کړی دی.

پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور سلسلې علي‌خېل د تښتونې او بیا د افغان حکومت له لوري د خپل سفیر راغوښتل او له هغې وروسته اسلام‌اباد ته کابل کې د پاکستان د سفیر تګ دغه اړیکې لا پسې خړې کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه