طالبانو د کونړ دوه ولسوالۍ سقوط کړي

اطلاعات روز: د کونړ د ولایتي شورا غړی ملک شیرزمین وایي، د کونړ ناړي او غازي اباد دواړه ولسوالۍ د حکومت له ولکې وتلي او وسله والو طالبانو سقوط کړی دي.

د ولايت شورا دې غړي نن (یکشنبه، ۳ د زمري) اطلاعات روز ته وویلې، چې غازي اباد دا تېره اونۍ له یوې نیمې میاشتې سختې محاصرې وروسته سقوط شوې او ناړۍ ولسوالۍ تازه همدا نن سهار له مقاومت پرته وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوې ده.

ملک شیرزمین همداراز زیاته کړه، چې تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ ټولې د افغان ځواکونو امنیتي پوستې پرېښودل شوي او نن سهار د ولسوالۍ ټول پرسونل د امنیتي ځواکونو په شمول «دوکلام» صفري نقطه کې د سرحدي ځواکونو کنډک ته ورټول شوي دي.

دی وايي، ناړۍ کې حکومتي سرتېرو ډېر کم مقاومت کړی دی.

ملک شیرزمین زیاته کړه: «د کونړ ناړۍ ولسوالۍ همدا نن سهار وسله والو طالبانو له مقاومت پرته نیولې او همدارنګه د کونړ غازي اباد چې له یوې میاشتې راهیسې  محاصره وه هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، حکومت هم په خپل وخت اقدام نه دی کړی چې مقاومت وکړي.»

په ورته مهال د ۲۰۱ سیلاب قول کې یو مهمې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله، چې د کونړ یادې دواړه ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي خو هغه دواړو خواوو ته د تلفاتو په اړه مالومات ورنه کړل.

د سرچینې په وینا غازي اباد او ناړۍ کې هوايي ځواک بمباري کړې او جګړې هم شته، خو تر اوسه دغو جګړو کې د اوښتې مرګ، ژوبلې دقیقې شمېرې نه دي ورکړل شوي.

د ناړۍ اوسېدونکي هم وايي، ولسوالۍ سقوط شوې او په زیاته اندازه امنیتي پرسونل طالبانو ته تسلیم شوی.

د کونړ چارواکي په دې اړه رسنیو سره خبرې نه کوي.

وسله والو طالبانو هم تایید کړې چې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ یې نیولې او د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۸۰ امنیتي سرتیري دوی ته تسلیم شوي دي.

غازي اباد او ناړۍ د کونړ له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو دي، چې ډیورنډ کرښې سره جوختې پرتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه