اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې اوربند وکړي.
شاهمحمود قریشي پرون (شنبه، ۲ د زمري) پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانستان کې سوله د ټولنیزې او اقتتصادي پراختیا او هوساینې لپاره حیاتي ده او له ټولو لوریو غواړو چې اوربند وکړي.
ښاغلي قریشي زیاته کړې چې له اوربند وراخوا، دواړه لوري دې په خپلې رهبرۍ او خپل مالکیت د یوې ټولیزې، پراخه او مذاکره شوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره له نږدې خپلو کې همکاري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال دي چې دې وروستیو کې د دې هېواد او افغانستان ترمنځ تر یوې کچې خړې پړې شوي دي.
دا اړیکې اسلاماباد کې د نامالومو کسانو له لوري د افغانستان د سفیر د لور تښتونې او دغه راز د افغانستان د لومړي مرستیال او پاکستان ترمنځ د ځینو څرګندونو وروسته یو څه بېخونده شوې.
