اطلاعات روز: ننګرهار کې یو شمېر مېرمنو د سولې او نظام په ملاتړ غونډه کې هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ باله او غوښتته یې وکړه، چې د جګړې پر ځای دې پر سوله انرژي مصرف شي.
د نننۍ (پنجشنبه، ۲۴ د چنګاښ) غونډې یوې ګډوالې شګوفه احمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جګړو له امله د ټولنې د نورو برخو تر څنګ لوی زیان مېرمنې ویني او زیاتوي، د دوی حقوقو ته دې درناوی وشي.
شګوفه زیاتوي: «مونږ له دواړو اړخونو غواړو چې جګړه ودروي او سوله دې وکړي، په روانو جګړو کې زیاتره قرباني میرمنې ورکوي که هرې خواته وژل کیږي نو غم یې میرمنو ته رسیږي، ځکه د چا به زوی وي د چا به خاوند وي نو ښکیلو اړخونو ته په کار ده چې سوله وکړي او جنګ بند کړي.»
که څه هم د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا خبر اترې زیاتې شوي، خو دلته مېرمنو پر نړیوالې ټولنې او ځانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې صادقانه هڅه وکړي چې په افغان روان ناورین پای ته ورسيږي.
د غونډې یو بلې ګډونوالې بصیرې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې د روغ جوړې لپاره دې هڅې چټکې شي او د سولې پر وړاندې موجوده خنډونه باید له منځه یوړل شي.
مېرمنو د اوربند غوښتنه وکړه او ویل د دوی حقونو ته دې درناوی وشي.
بصیره زیاتوي: «مونږ له ګاوندیو هیوادونو او نړیوالو غواړو چې د سولې په برخه کې دې منافقت نه کوي، په صادقانه ډول دې د افغان سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي او دا ناورین دې پای ته ورسوي او هم دې د سولې په خبرو کې دمیرمنو حقوق خوندي شي.»
غونډې ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم وینا وکړه او ویې ویل، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي او وايي ټولنه کې يې رول مهم او په ټولو مسايلو کې دې خپل غږ پورته کړي.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل زیاته کړه: «د سولې په خبرو کې به انشاالله د ښځو حقوق خوندي وي او میرمنو ته به پوره حق ورکول کیږي له میرمنو هم مننه چې خپل غږ یې د سولې په برخه کې پورته کړ او دا جرئت یې وکړ چې د سولې په اړه خپل نظریات شریک کړي.»
له تېرو څو اونیو راهیسې چې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، اوس ټاکل شوې چې لنډو ورځو کې د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشر او د پخوانی ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي شخصیتونو په ګډون یو پلاوی طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته لاړ شي.
