اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت الینګار ولسوالۍ کې یې د دې ولسوالۍ ولسوال په ګډون پنځه مهم چارواکي نیولي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (چهارشنبه، ۲۳ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې او د والي په لارښوونه د الینګار ولسوال، امنیه قومندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال د وظیفوي غفلت له امله نيول شوي، چې اوسمهال په بندخونه کې دي.
دولتزی وایي، د الینګار ولسوالۍ کې مسوولینو او نورو نظامي چارواکو په لوی لاس مهمات او نور وسایل وسله والو طالبانو ته تسلیم کړي دي.
دولتزي زیاته کړه: «د لغمان نظامي شورا د پریکړې له مخې د الینګار ولسوال، امنیه قومندان، د ملي اردو دکنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال د وظیفوي غفلت له امله نيول شوي، چې اوسمهال تر څیړنو لاندې دي، دوی په لوی لاس وسله والو طالبانو ته ولسوالي پریښې وه.»
له دې وړاندې هم په لغمان کې له سلو ډیر نظامي مسوولین د وظیفوي غفلت له امله نیول شوي ول.
اخوا وسلهوالو طالبانو ویلي چې الینګار ولسوالۍ اوسمهال ددوی په ولکه کې ده. د لغمان والي ویاند هم تاییدوي چې له دغې ولسوالۍ یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.
