د لغمان والي: د لغمان جګړه کې بهرني طالبان هم جنګېږي

اطلاعات روز: د لغمان والي عبدالولی واحدزی وایي، د لغمان په جګړه کې له افغاني طالبانو سربیره بهرني جنګیالي هم له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.

د لغمان مرکز ته نیږدې په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځه جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی.

د الیشنګ بازار چې وسله وال طالبان یې د ډیرو جګړو له امله «کوچنی هلمند» بولي د جګړې لومړی خط ګرځیدلی او افغان ځواکونه له همدې ځایه پر وسله والو طالبانو بریدونه کوي.

د همدې ولسوالۍ په مسیر پرته دولت شاه ولسوالي طالبانو نیولې او د الیشنګ ولسوالۍ څو ورځې وړاندې مرکز مهترلام ته اتنقال شوې ده او تازه وسله والو طالبانو د الینګار ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې.

خو د لغمان ولایتي چارواکي وایي، دې ولایت کې یې وسله وال طالبان ځپلي او په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې یې له څو ورځو راهیسې پر طالبانو هوایي بریدونه هم پیل کړي دي.

د لغمان والي عبدالولي واحدزی نن (سه‌شنبه، ۲۲ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د لغمان په جګړه کې جنګېدونکي ډېری وسله‌وال طالبان بهرنیان دي.

خو د لغمان ولایتي چارواکي وایي، دې ولایت کې یې وسله وال طالبان ځپلي او په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې یې له څو ورځو راهیسې پر طالبانو هوایي بریدونه هم پیل کړي دي.

د ښاغلي واحدزي په خبره دې ولایت کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او همدا تیره ورځ یې تیره ورځ د یادې ډلې د دریو مهمو قومندانانو په ګډون ۳۴ وسله وال طالبان د هوایي بریدونو پرمهال وژلي دي.

والي عبدالولي واحدزي زیاته کړه: «په هیواد کې روانه جګړه داخلي نه ده او لغمان کې هم دا حالت دی چې دلته په لغمان کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ازبک، یغور، پاکستانیان او د القاعده شبکې غړي جنګیږي، خو مونږ یي پر وړاندې عملیات پیل کړي او غاښ ماتوونکی ځواب مو وړکړی دی.»

طالبانو ډلې بیا تل په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی دی.

د لغمان یو بله نارامه ولسوالۍ الینګار چې وسله والو طالبانو یې تازه د سې شنبې په سهار د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې د یادې ولسوالۍ په نیول کیدو سره یې له حکومتي پوځیانو ګڼ شمیر مهمات هم ترلاسه کړي او اوسمهال ولسوالۍ د دوی په ولکه کې ده.

خو والي عبدالولي واحدزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له یادې ولسوالۍ افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی او هڅه کوي یاده ولسوالي بیرته له طالبانو ونیسي.

والي عبدالولي واحدزي زیاته کړه: «افغان ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي او هڅه دا ده چې له وسله والو طالبانو هغه ولسوالۍ بیرته ونیسو، چې اوسمهال د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، افغان ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه پر وسله والو طالبانو زیات کړي چې پرمهال یې د یادې ډلې مهم قومندانان او نورو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا عملیات دوام لري.»

د جګړو له امله د لغمان زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او مرکز مهترلام کې په خیمې کې د ژوند شپې او ورځې په سختیو کې تیروي.

د جګړو له امله د لغمان زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او مرکز مهترلام کې په خیمې کې د ژوند شپې او ورځې په سختیو کې تیروي.

کډه شوې کورنۍ وایي، په دومره سخته جګړه کې وتلي چې له ځینو خو ان د کورونو د پخلي لوښي هم پاتې دي.

زهرا د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکي ده وایي، جګړو اړ کړي، چې خپل ډک کورونه پریږدي او د سر ساتلو په موخه مرکز مهترلام ته کډه شي.

وایي، اوس یې ژوند په یوه خیمه کې تېرېږي چې حکومتي چارواکو ورسره له یوې خیمې پرته هیڅ نه دي کړي.

زهرا زیاتوي: «مونږ د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکي یو، کله چې جګړه شروع شوه بس مونږ ټوله کورنۍ او سلګونه نورې کورنۍ په ویره او منډه له خپلو کورونو ووتلو او هر څه راڅخه په کورونو کې پاتې شول اوس دلته خیمه کې اوسیږو له حکومت غوښتنه کوو چې مرسته راسره وکړي.»

له تیرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې لغمان کې تر اوسه له څلورو ولسواليو دولت شاه، بادپښ اليشنګ او الینګار څخه حکومت تاکتیکي شاتګ کړی او یادې ولسوالۍ یې وسله والو طالبانو ته ورپریښې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه