اطلاعات روز: د خوست ولايتي شورا مشر وایي، د دې شورا یوه غړې «زهرا جلال» د وسله والو طالبانو له خوا په لوګر کې نامالوم ځای ته وړل شوې ده.
د خوست د ولايتي شورا رییس کفيل ريحان له اطلاعات روز سره په ټليفوني خبرو کې وويل، چې زهرا جلال نن (سهشنبه، ۲۲ د چنګاښ) له خوست ولایته کابل ته پر لاره وه، چې په لوګر کې له خپلو ساتونکو او موټر چلوونکي سره يو ځای د وسله والو طالبانو له خوا له موټره ښکته کړای شوې او نامالوم ځای ته وړل شوې ده.
د ښاغلي ريحان په خبره چې نوموړي د لوګر د ولايتي شورا له ريس سره په دې اړه هم خبرې کړې، تر څو مالومه کړي، چې زهرا د لوګر په کومه سيمه کې ښکته کړای شوې او چېرته وړل شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
