اطلاعات روز: لغمان کې معتبره امنیتي سرچینه وایي، دولتي ځواکونو د دې ولایت له الینګار ولسوالۍ تاکتیکي شاه تګ کړی دی.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له الینګار ولسوالۍ نن سهار (سهشنبه، ۲۲ د چنګاښ) امنیتي ځواکونو د «برهخان بابا» بېز ته تاکتیکي شاتګ کړی او له ولسوالۍ څخه وتلي دي.
د سرچنې د مالوماتو له مخې د ولسوالۍ تعمير يې له دوه رينجرو، دوه ټانګونو او يو شمېر وسلو سره وسله والو طالبانو ته ورپرېښي دي.
له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې لغمان کې تر اوسه له څلورو ولسواليو دولت شاه، بادپښ، اليشنګ او الینګار څخه حکومت تاکتیکي شاتګ کړی او یادې ولسوالۍ یې وسله والو طالبانو ته ورپریښې دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې د لغمان د الینګار ولسوالۍ یې نیولې او له حکومتي ځواکونو یې ګڼ شمیر تجهیزات ترلاسه کړي دي.
