حامد کرزی طالبانو ته: د ولسوالیو نیولو سره هېڅ ځای ته نه رسېږئ

اطلاعات روز: د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي طالبانو ډلې ته په خطاب کې وایي، چې د ولسوالیو سقوط او تر لاندې کولو سره هېڅ ځای ته نه رسېږئ او زیاته یې کړه چې سولې ته راوګرځئ.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي نن (سه شنبه، ۲۲د چنګاښ) یوې خبري ناسته کې د افغانستان جګړې پر داوړو خواوو غږ وکړ چې جګړه پرېږدي او د سولې خبرو اترو ته راوګرځي.

ښاغلي کرزي وویل: «د جنګ پر دواړو خواوو مې غږ دی چې مه کوئ جنګ، په ځانګړي ډول پر طالبانو چې له جګړې لاس واخلئ، د ولسوالیو نیولو سره هېڅ ځای ته نه رسېږئ، هېڅ ځای ته هم نه، خلکو سره سولې ته راوګرځئ او دا چې باید خبر و اوسو له خپل ارزښته، له خپلې خاورې او د خپلې خاورې له ارزښته او دا چې هېڅ بېګانه مو تر پښو لاندې نه شي کولی، مګر دا چې خپله یې وسیله شو.»

په دې وروستیو کې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی او حکومتي بنسټونه طالبان د عامه تاسیساتو په ورانولو تورنوي، ښاغلي کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې د تاسیساتو له ورانولو لاس واخلي.

هغه وویل: «پر دې ترتیب پر طالبانو غږ کوم چې په ځلونو مې د ورور خطاب ورته کړی او ډېر تر نیوکې لاندې راغلی یم، چې دا مو هېواد دی څه چې شلو کلونو کې جوړ شول ټول یې د افغانستان د خلکو دي د بهرنیانو نه دي، زموږ دي سړک، پل، پلچک او بنسټونه مه ویجاړوئ.»

حامد کرزي خپلو خبرو کې سولې ته رسېدو لپاره هیله‌مندي وښوده او زیاته یې کړه چې افغانان به د سولې خبرو اترو «جدي» بیا پیل شاهدان و اوسي. هغه وویل: «سولې ته رسېږو، انشالله ژر به د سولې خبرو اترو جدي بیاپیل شاهد واوسئ، حوصله وکړئ تدبیر وکړئ او سولې خوا ته لاړ شئ.»

هغه په ورته مهال پر افغان حکومت غږ وکړ چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او ژر خبرو اترو او سولې ته ځان ورسوي او د سولې له لارې یو ملي حکومت رامنځته کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: «دواړو افغاني خواوو ته وایم چې د دې خاورې مالکین یاست خپلو کې سره کېنئ او هېواد له دې حالته ازاد کړئ. هغه هېواد چې هر څه لري، ځوانان، تعلیم لري. هغوی ته چې غربي هېوادونه ورته وایي چې موږ سره مو کار کړی، راشئ زه وایم چې مه یې منئ، هغوی ستاسو له انرژۍ د خپلې خاورې لپاره کار اخلي، تاسو خپلې خاورې ته کار وکړئ، تاسو خو جرم نه دی کړی چې هغوی مو وړي.»

د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅونوالو په اړه ښاغلي کرزي وویل چې نوموړی تل د روانې جګړې مخالف و او لا هم دی او زیاته یې کړه چې شته نظام، ملي ځواکونه او بنسټونه باید په هره بیه چې وي وساتل شي.

هغه زیاته کړه: «زه د دې جنګ مخالف یم تاسو پوهېږئ کله چې ولسمشر وم هم مخالف یې وم اوس یې هم  یم او په هېڅ عنوان د هېڅ خوا جنګ نه تاییدوم، په ورته مهال دا هم وایم، ورونو طالبانو او ټولو ته چې موږ په ډېر زحمت یوه ملي اردو دې خاورې ته جوړه کړه، ملي پولیس مو جوړ کړل، له هېڅ مو نظام جوړ کړ، موږ باید خپل بنسټونه وساتو، په هره بیه چې کېږي، نو ژر باید سولې ته لاړ شو.»

د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې خپلې جګړې سختې کړي او ادعا کوي چې له ۱۸۰ ډېرې ولسوالۍ یې نیولي دي. بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر بیا څو ورځې وړاندې بیا وویل چې طالبانو ډله د هېواد پر ۸۰ ولسوالیو واکمن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه