اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې ماین چاودنې د امنیه قوماندانۍ د جنایي برخې یو کارمن وژلی دی.
د پکتيا د پوليسو وياند حيات الله نظامي اطلاعات روز ته وویل، نن (دوشنبه، ۲۱ د چنګاښ) سهار ۹:۳۰ د مرکز ګردېز اړوند دویمې امنيتي حوزې ته مخامخ د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماين چاودنه کړې، چې له امله يې د امنيه قوماندانۍ د جنايي برخې کارمند په کې وژل شوی دی.
ښاغلي نظامي وویل، چې ياد جنايي کارمن «سميع الله» په همدې مشکوک ځای په پلټنې بوخت و.
د پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
