اطلاعات روز: د ننګرهار والي د یو امنیتي پلاوي په مشرۍ د دې ولایت د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی او هلته یې د افغان ځواکونو قربانۍ ستایلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۲۰ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې والي ضیاالحق امرخیل نن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې خدرخېلو سیمه کې د هغه امنیتي ځواکونو میړانه ستایلې، چې په تیرو درییو میاشتو کې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو ۵۱ حملې له ماتې سره مخ کړي دي.
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره والي امنیتي ځواکونو ته په خبرو کې د وسله والو طالبانو پر ځپلو ټینګار کړی او هم یې د یادو ځواکونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
خوږیاڼي زیاتوي: «نن د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د یو امنیتي پلاوي په مشرۍ د خوږیانو ولسوالۍ زاوې سیمه ته د هغه ځواکونو د ستاینې په موخه تللی و، چې په تیرو درییو میاشتو کې یې د وسله والو طالبانو ۵۱ حملې شنډې کړې وې، والي د وسله والو طالبانو پر ځپلو ټینګار هم کړی.»
امنیتي چارواکي وایي، اوسمهال یې د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات په بریالیتوب سره دوام لري، چې پر مهال یې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ ګڼې شمیر کلي هم تصفیه کړي دي.
