خبریال: حبیب الله سراب
په تېره یوه میاشت کې د پکتیا ۹ ولسوالۍ له سختو جګړو او مقاومت پرته افغان ځواکونو وسله والو طالبانو ته پرېښودې او ګڼې وسلې او نور وسایط د یادې جنګي ډلې لاسته ورغلل.
میرزکه د پکتیا لومړنۍ سقوط شوې ولسوالۍ وه، که څه هم یو ځل د افغان ځواکونو له لوري له طالبانو بیرته نیول شوې هم وه، خو وروسته یې بیا یادې ډلې ته پرېښوده، د دې وضعیت د سمون په موخه مرکزي ادارې والي، امنیه قومندان او د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تبدیل کړل.
او په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول قومندان تورن جنرال دادان لونګ وايي، هغه ولسوالۍ چې د دوی له لاسه وتلې دي، د بیرته نیولو لپاره یې چمتوالی نیول شوی او په خبره یې چې ډېر ژر به د ګډو ځواکونو له خوا په یادو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل شي.
تورن جنرال دادان لونګ وویل: «جګړه کې هتما د ملکي وګړو ژوند ته زمونږ سرتیري پام کوي، نو په کومه سیمه کې چې وسله وال طالبان په مونږ د ملکي وګړو له کورونو حمله کوي، ولې مونږ د ملکیانو د ژوند ساتنې لپاره ځينې وخت تاکتیکي شاتګ کوو، په پکتیا کې هغه ولسوالۍ چې اوس له مخالفینو سره دي، پلان مو چمتو کړی او نږدې وخت کې به ورباندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړو.»

لونګ همدا راز له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پکتیا په روانه جګړه کې تر ډېره د ګاونډیو استخباراتو ملاتړ موجود و او د هغه په وینا چې دوی هم د دې ناسم وضعیت د سمون په موخه پوره چمتوالی نیولی دی.
ښاغلي لونګ داسې وویل: «طالب چې اوس باټې ولي، چې مونږ ولسوالۍ سقوط کړې او سیمې مو نیولې دي، دا دوی په خپل قوت سره نه دي نیولې، د دوی تر شا د سیمې استخبارات ښکېل دي، ملاتړ یې کوي، خو زه د پکتیا ولس ته دا ډاډ ورکوم، چې کوم وضعیت کې اوس په پکتیا کې روان دی، دا به په لنډ وخت کې بیرته عادي حالت ته راشي.»
د تندر قول اردو قومندان زیاتوي، چې وسله والو طالبانو په نیول شویو ولسوالیو کې دولتي تاسیسات ویجاړ کړي دي.
د نوموړي په وینا چې د هغو سرتېرو بیرته جذب هم پیل شوی، چې د ولسوالیو د سقوط پر مهال یې وسله په ځمکه ایښې وه.
دادان لونګ وايي: «تاسو د مخالفینو هغه کړې چې په ولسوالیو کې یې عامه تاسیسات ویجاړ کړي او له منځه یې وړي دي، دوی تل د هیواد لپاره ورانۍ لومړی انتخاب لري او د بل په اشاره زمونږ د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، بله موضوع هغه سرتیري، چې مخالفینو ته تسلیم شوي و، زیاتره یې بیرته راغلي او غواړي په امنیتي لیکو کې دنده ترسره کړي، مونږ هم د دوی د جذب پوره چمتوالی لرو.»

په پکتیا کې د کمانډیو او ځانګړو ځواکونو سرتیري هم د عملیاتو پیل ته چمتوالی نیسي، په تندر قول اردو کې د کمانډو ځواکونو سرتیری رسول مل څرګند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د مشرانو امر ته په تمه دي، هغه د لوړ مرال په څرګندولو سره پکتیاوالو ته ډاډ ورکړ، چې دوی کولی شي، د وسله والو طالبانو خلاف جګړه وکړي.
هغه وايي: «زه دومره درته وایم، چې طالب په ولس کې ځای نه لري، ولس له مونږ سره ده او زمونږ ټول هلکان په ډېر لوړ مرال سره د عملیاتو پیل ته شېبې شمارو، که مخالف هر څومره چیغې هم ووهي، خو له مونږ سره یوه ورځ هم مقامت نه شي کولی.»
په دې ولایت کې د ځانکړو ځواکونو سرتېری رقیب روښان بیا وايي، چې په عصري وسلو سمبال دي او کولی شي، چې د وسله والو ځپلو په موخه جګړه وکړي.
نوموړي وویل: «د خدای فضل دی، چې مونږ ته سپکې او درنې عصري وسلې راکړل شوې، کومې ولسوالۍ چې مخالفینو نیولې دي، بیرته به یې د ولس په همکارۍ نیسو او دوښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو.»
په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي په ولسوالیو کې د ځايي خلکو ژوند د اندېښنې وړ بولي او وايي، له کله راهیسې چې وسله والو طالبانو ځینې ولسوالۍ نیولې، نو هلته روغتیايي، مخابراتي او نور خدامات په ټپه درېدلي دي.
قومي مشر ملک ظفر اطلاعات روز ته وویل، چې د روانو جګړو له امله مرکز ګردېز ته را بېځایه شوې کورنۍ هم له سختو ننګونو سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري.
طفر وايي: «مونږ چې له ولسوالیو کوم مالومات لرو، نو هلته شبکې بندې شوې، روغتیايي مرکزونه هم تړل شوي او ځینې نورې ستونزې دي، چې د ولسوالیو له سقوط وروسته ورسره ځايي خلک مخامخ دي، بله دا چې کوم خلک د جګړو له امله دلته مرکز ګردېز ته راکډه شوې هغوی هم له سختو ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.»

په پکتیا کې یو تن قومي مشر اول ګل روحاني بیا بیا اندېښنه لري او وايي، د د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پام ونه شي، نو په ځینو سیمو کې به ناروین رامنځته شي، هغه زیاته کړه، چې ګڼې کورنۍ په سقوط شویو ولسوالیو کې د برمته شویو په ډول ژوند کوي.
نوموړی داسې وايي: «مونږ د حکومت د عملیاتو مخالف نه یو، بلکې اندېښنه مو دا ده، چې په ځینو سیمو کې ګڼې کورنۍ د برمته شویو په ډول ژوند کوي، نو د عملیاتو پر مهال باید د هغوی ژوند ته هم جدي پام وشي او له وسله والو طالبانو مو هم دا غوښتنه ده، چې د ملکي وګړو له کورونو د مرچې په ډول استفاده ونه کړي.»
که څه هم د افغان چارواکو همدې څرګندونو او د پیل کېدونکو چاڼیزو عملیاتو په اړه وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز سره په خبرو کې دا ادعا چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې روغتیايي مرکزونه او نور خدامات بند کړای شوي، په کلکه رد کړې او وویل، چې هلته خلکو عادي ژوند پیل کړی دی.
زرمت، روحاني بابا، میرزکه، احمدخېل، ځاځي اریوب، لجه منګل، څمکني، ډنډپټان او جانیخېل د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې د وسله والو طالبانو له خوا له افغان ځواکونو نیول شوې او اوس هم د دوی تر حاکمیت لاندې دي.
