اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت اليشنګ ولسوالۍ کې له درې مياشتو راهيسې محاصره سرتېري نن له کلابندۍ ازاد شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (شنبه، ۱۹ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د الیشنګ ولسوالۍ په استقامت د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له څو ورځنیو بریالیو عملیاتو وروسته د مهترلام ــ الیشنګ لاره په بشپړ ډول خلاصه او د ولسوالۍ محاصره یې ماته کړې ده.
ښاغلی دولتزی وایي، په دغو عملیاتو کې یې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون ددغې ډلې لسګونه غړو ته مرګ ژوبله هم اړولې. دولتزي زیاته کړه: «د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ په استقامت د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له څو ورځنیو بریالیو عملیاتو وروسته د مهترلام ــ الیشنګ لاره په بشپړ ډول خلاصه او د ولسوالۍ محاصره ماته شوه، چې پرمهال یې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون د دغې ډلې لسګونه غړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.»
په ورته مهال د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا کوی او وایي چې ټول وسایط او وسلې یې هم نیولي دي. خو ولایتي چارواکي وایې، د ولسوالۍ مقام له اليشنګ څخه مرکز مهترلام ته انتقال شوې، دغلته د «قلعه نجيل» په بېز هم جګړه روانه ده، خو حکومت هڅه کوي، چې د هوا د لارې بند سرتېري انتقال کړي.
اسدالله دولتزی د الیشنګ ولسوالۍ د موقعیت بدلون په اړه وایي چې دا کار یې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پرېکړو پر بنسټ کړی دی.
ښاغلی دولتزی زیاتوي: «پر وخت ولسوالۍ ته د پرسونل او حمایي د رسیدنې، په اسانۍ د ولسونو لاس رسی او دوی ته د هراړخیزو خدماتو د رسیدو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پریکړې له مخې د الیشنګ ولسوالۍ اوسنی موقعیت د لنډ وخت لپاره د یادې ولسوالۍ یوه بل مناسب ځای ته تغیر وکړ چې د هر اړخیز وضعیت د ارزونې وروسته به دوباره خپل اصلي مسیر ته ولاړه شي.»
