اطلاعات روز: د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وایي، لغمان کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو د والي او مهمو قومندانانو په ګډون ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خیتځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه افغان هوایي ځواکونو د لغمان د بادپښ او الیشنګ ولسوالیو په اړونده سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي.
د هغه په وینا، چې د دغو بریدونو پایله کې د وسله والو طالبانو د هيواد په کچه د موسساتو مسوول مولوي عزت الله ، د لغمان لپاره د طالبانو عمومي قوماندان حاجي عبدالواحد او نورو مهمو قوماندانانو مولوي بغلاني، قهار او خیبر په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي او د لغمان لپاره د وسله والو طالبانو د والي قاري زین العابدین په ګډون یې ۱۸ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو بریدونو پرمهال یې د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر مرکزونه او وسلې هم له منځه وړي دي.
صاحبزاده زیاته کړه: «تیره شپه افغان هوایي ځواکونو د لغمان ولایت بادپښ او د الیشنګ ولسوالۍ اړوند صبر آباد، سالاب اوشمکټ سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو د هیواد په کچه د موسساتو مسوول مولوي عزت او عمومي قومندان په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژلي او د لغمان لپاره د یادې ډلې د والي زین العابدین په ګډون یې ۱۸ نور ټپیان کړي دي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
