ایران کې د سولې بین الافغاني ناسته؛ جګړه حللاره نه ده

اطلاعات روز: د ایران په پلازمېنه تهران کې د سولې بین الافغاني ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې استازو هوکړه کړې چې جګړه د حل لار نه ده او باید سولې او سوله ییز حل ته پام وشي.

د طالبانو ډلې ویاند محمد نعیم نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) پر خپل ټوېټر د دې ناستې چې پرون او نن وشوه، د دواړو خواوو ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې ځینو هوکړو ته رسېدلي دي.

ښاغلي نعیم په دې اعلامیه کې ویلي چې دواړه لوري د جګړې د ادامې له امله هېواد ته له پېښو ګواښونو او هغه زیان چې د هېواد سلامتۍ ته یې رسولې ګډ درک لري.

اعلامیه کې راغلي: «او موافق شول چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ایز حل خوا ته توجیه شي. خبرې اترې په صمیمانه فضا کې تر سره شوې، او ټول مسائل په مفصله توګه او په پوره وضاحت سره مطرح شول.»

د طالبانو له خوا په خپره شوې دې ګډه اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دواړه لوري له جګړې سولې ته د لېږد پر مېکانېزم او پر راتلونکي نظام بحث لپاره سره بیا په نږدې وخت کې ناسته کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا ناسته به چېرته کېږي.

اعلامیه وایي: «دواړو لوریو پرېکړه و کړه هغه موارد لکه له جګړې څخه دایمې سولې ته د انتقال میکانیزم، متفقه اسلامي نظام جوړول او طریقه یې چې لا زیاتو مشورو اووضاحتونو ته ضرورت لري په راتلونکې ناسته کې چې په ممکنه نېږدې راتلونکې کې به جوړه شي تر بحث لاندې راشي او نتیجې ته به ورسېږي.»

په دې ګډه اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، دواړه لوري هغه بریدونه چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو تر سره کېږي او ملکي مرګ – ژوبله منځ ته راوړي او هم د عامه تاسیساتو ورانول په کلکه غندي او غواړي چې عاملین یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

په دې اعلامیه کې د دواړو لوریو له خوا د تهران دغه ناسته د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل د ځواکمنېدو لپاره یو نوی فرصت ګڼل شوی دی. دغه راز د سولې ټینګښت برخه کې د ایران هڅې او ښه نیت ستایل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه