اطلاعات روز: د خوست ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز کې پوليسو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.
د خوست ولايت امنيتي مسوولين وايي، نن (چهارشنبه، ۱۶ د چنګاښ) د دې ولايت د مرکز اړوند «غړومبي» سيمه کې فيلډر موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و، د کشفي راپورونو پر بنسټ کشف او د پوليسو له لوري ونيول شو.
د خوست امنيه قوماندان سمونوال سيف الله سرحدي اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو طالبانو غوښتل تر څو له چاوديدونکو ډک همدې موټر ته په خوست ښار کې چاودنه ورکړي، چې د هغه په خبره له تعقيب وروسته ونيول شو.
سرحدي زياته کړه، چې په دې فيلډر موټر کې سپاره کسان په تېښته بريالي شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، دا په روانه اونۍ کې دريم موټر دی، چې په خوست ولايت کې له چاوديدونکو بار هدف ته له رسېدو وړاندې نيول کيږي.
