شینواری: تاجکستان ته د اووښتونکو سرتېرو راتګ ته برنامه جوړه شوې ده

اطلاعات روز: د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ ویاند اجمل عمر شینواری وایي، د افغان ځواکونو هغه سرتېري چې تاجکستان ته اوښتي ول، د بېرته راتګ لپاره یې برنامه جوړه شوې او ژر به دغه ستونزه حل شي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ ویاند اجمل عمر شینواري نن (چهارشنبه، ۱۶ د چنګاښ) یوې خبري ناستې ته وویل، چې ګاونډي هېواد تاجکستان ته د اووښتو سرتېرو ستونزه به دې لنډو ورځو کې حل شي.

ښاغلي شینواري وویل: «هغوی لپاره د راتګ ټوله برنامه جوړه شوې ده او په لنډو ورځو کې به انشاالله و تعالی هغه ستونزه حل شي.»

درې ورځې وړاندې د تاجکستان دولتي خبري اژانس (خاور) د دې هېواد د سرحدي ځواکونو بیانیې له قوله راپور ورکړی و، چې ۱۰۳۷ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه طالبانو سره نښتې له امله، د تاجکستان خاورې ته ننوتي دي.

د خاور خبري اژانس ویلي ول، چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغانستان سره د ګاونډیتوب ښو او بشرپاله اړیکو له امله، دغو ځواکونو ته خپلې خاورې ته د دننه کېدو اجازه ورکړې وه.

د خاور خبري اژانس ویلي ول، چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغانستان سره د ګاونډیتوب ښو او بشرپاله اړیکو له امله، دغو ځواکونو ته خپلې خاورې ته د دننه کېدو اجازه ورکړې وه.

په تېرو دوو وروستیو اونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو څو بېلو ډلو تاجکستان ته شاتګ کړی دی. د هغو شمېرو له مخې چې خاور اژانس وړاندې کړي، تر اوسه پورې د دې ځواکونو شمېر له یو زر او ۴۰۰ زیات ته رسېږي. خو تاجکستاني ځینې خبریالان بیا دا شمېره یو زر او ۵۸۲ تنه ښودلی دی.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ ویاند دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په اړه وویل، چې اوس مهال د افغانستان په هېڅ ځای کې بهرنیان نظامي حضور نه لري. هغه وویل: «وروستی بېز یا ګارنېزیون چې نړیوالو ځواکونو د افغانستان مسلح ځواکونو ته سپارلی، همدا د بګرام ګارنېزیون و او د افغانستان هېڅ نقطه کې هغوی نظامي حضور نه لري.»

اجمل عمر شینواري د بګرام زندان په اړه وویل چې دغه زندان له ډېر مخکې د افغانستان دولت په لاس کې و او د امنیت ټینګښت دنده یې د ملي دفاع وزارت په غاړه وه.

ښاغلي شینواري په دې اړه وویل: «د بګرام هوایي ډګر یا ګارنیزیون په بشپړ ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس کې دی. د ملي امنیت شورا د سرڅېړونکي په مشرۍ او د درې واړه ارګانونو د واک لرونکو استازو په ګډون یو باصلاحیته پلاوی ټاکل شوی، چې د بګرام ګارنېزیون وارزوي او راپور ورکړي.»

ښاغلي شینواري هېواد کې د روانو سختو جګړو په اړه وویل، چې لنډ وخت کې به پر مخالفې وسله والې ډلې خپل یرغلونه پیل کړي. هغه روان حالت سخت یاد کړ، خو ډاډ یې ورکړ چې کنټرول به یې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه