اطلاعات روز: د پکتيا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز ښار د پنځمې حوزې امر له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
پکتيا کې د پوليسو وياند حيات الله نظامي اطلاعات روز ته وويل، تېره شپه (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) په دې ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د پنځمې امنیتي حوزې امر لومړی څارن «ولي خان همت» وژل شوی دی.
د نظامي په وينا چې بېګاه شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مرکز ګردېز په «مهلن» سيمه کې د پنځمه امنيتي حوزې اړوند په يوې امنيتي پوسته ډليز بريد ترسره کړ، چې د هغه په خبره د پوليسو په ځوابي ډزو کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
