اطلاعات روز: وسله وال طالبان ادعا کوي چې د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ یې نیولې، خو د لغمان ولایتي مسوولین دا ادعا رد او وایي، چې د افغان ځواکونو یو بېز یې له اصلي سیمې بلې ته لېږدولی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د لغمان بادپښ ولسوالي یې تیره شپه (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) د دوی د وسله والو له لوري سقوط شوې او د افغان ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم لاس ته ورغلي دي.
خو اخوا د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړه او په خبره یې چې بادپښ ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو یو بیز د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونې او د لغمان د نظامي شورا د وړاندیز په ترڅ کې له اصلي سیمې بلې سیمې ته لېږدولی او اوسمهال په کې افغان ځواکونه مېشت دي.
ښاغلي دولتزي زیاته کړه: «افغان ملي امنیتي ځواکونو ته پر وخت د اکمال او تجهیز، د رسیدنې، حمایي، د هر ډول ستونزو د مخنیوي او د یاد بېز ستراتیژیک ارزښت ته په کتو د جلالتماب جمهور رییس د لارښوونې سره سم د لغمان ولایت د نظامي شورا په وړاندیز او د ملي امنیت شورا محترم دفتر په منظورۍ د بادپښ نظامي بیز ټول پرسونل، سلاح او مهمات په بریالي ډول له خپل موقعیت څخه د یادې ولسوالۍ اړوند نوي ټاکل شوي ځای ته انتقال شو او وسله والو طالبانو چې د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې دروغ ده.»
تېره ورځ د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ مرکزیت هم له خپل اصلي ځای بل ځای ته انتقال شوې وه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي ول چې د حصارک ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې او د ځایي نظامي شورا له پرېکړې سره سم دوی له وړاندې د حصارک ولسوالۍ مرکزیت له اصلي سیمې بلې ته لېږدولی او په عادي شکل یې چارې دوام لري.
بادپښ ولسوالۍ د لغمان یوه له هغو ولسوالیو ده، چې ډیر کله ترې پر افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د بریدونو او جګړو رپوټونه ورکول کیږي.
