محب: طالبانو ته تسلیم شوي عسکر تر فشار لاندې ول، ډېری یې بېرته لیکو کې درېدلي

اطلاعات روز: د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، په هغو سیمو کې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي، لامل یې پر دوی سخت فشار او د امکاناتو نه رسېدل ول.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) یوې خبري ناستې ته وویل، چې د بهرني هوایي ځواک کمېدو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په وخت امکانات نه ور رسېدل، له همدې امله ځینې یې اړ شول چې طالبانو ته تسلیم شي.

خو ښاغلی محب وایي، چې له دې تسلیم شویو عسکرو شاوخوا ۲ زره یې بېرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.

حمدالله محب وویل: «د طالبانو شایعات دي چې خپروي یې، دا چې د ځینو ولسوالیو ودانۍ په داسې ځایونو کې بند پاتې ول چې هلته تقریبآ شاوخوا نه محاصره ول، تر ډېر وخته پورې، هغه وخت چې بهرنی هوایي ځواک کم شو او دوی ته رسېدنه نه کېدله نو یو شمېر دا خلک ډېر تر فشار لاندې راغلل چې بېرته تر ډېره حده پورې ۲ زره د دوی بېرته راغلي دي، یو ځای شوي دي او بېرته په اردو کې سوق کېږي.»

د ملي امنی شورا سلاکار وایي، دغه ځواکونه تر فشار لاندې راغلي ول او هلته امکانات نه ور رسېدل او په وینا یې چې شته امکانات «لږ» محدوده ول، خو زیاتوي چې دا تېرې دوه اونۍ په هوایي ځواک باندې ډېر جدي کار وشو.

ښاغلي محب وویل، چې افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو له مرسته شویو «بلاک هاک» چورلکو اووه به یې راتلونکې اونۍ کابل ته راورسېږي.

نوموړی وایي: «ځینې هغه پروازونه چې لازم نه ول پخوا د یو شمېر نورو کارونو لپاره هم ترې ګټنه کېده، هغه ټول په امنیت باندې تمرکز شول، څو رسېدنه وشي. هم د دوی اهداف ډېر ځواکمن شوي، اجرات یې ډېر شوي، هم پوستو او ټپيانو ته رسېدنه غوره شوې ده او تر دې به لا ډېر غوره کېږي. دا کومې چورلکې چې راروانې دي دا به په وضعیت کې لا ښه والی راولي.»

حمدالله محب په خپلو خبرو کې وویل، ځینې پوستې چې د دې فشار له امله نورو ځایونو ته لېږدول شوې وې، هغې کې هم ځینې اوازې ورسره خپرې شوې او خلک یې تر اغېز لاندې راغلي ول.

ښاغلي محب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د روان وضعیت مهار لپاره د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او ملي امنیت کار کوي او هغه سیمې چې له لاسه وتلي دي او د یو شمېر ولسوالیو چې ودانۍ یې طالبانو نیولي بېرته نیسي.

هغه وویل: «موږ نه شو کولی چې ووایو چې طالبان هلته حاکمیت لري، حاکمیت نه، ودانۍ به یې نیولي وي موږ کولی شو هغه ونیسو او هلته بېرته خپل حاکمیت احیا کوو. حاکمیت د چوپړونو دی د چوپړونو وړاندې کولو دی، چوپړونه په ولسوالیو کې درېدلي نه دي، روغتونونه کلینیکونه، ښوونځي یې او هر څه یې دوام لري او دا د حکومت حاکمیت دی چې لا هم په هغو سیمو کې شته، څه خدمات چې د حکومت هلته شته پرته له دې چې طالب یې وګواښي، دوام پیدا کوي.د ولسوالیو او قوماندانیو ودانۍ به بېرته نیسو.»

د ملي امنیت سلاکار له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو هرکلی وکړ او مهم یې یاد کړ. هغه زیاته کړه چې د دوی ځینو سیمو کې تاکتیکي شاتګ سره طالبانو هغه سیمې د «ګواښ» کنټرول کې کې راوستي دي.

هغه وویل: «طالبان یوه تېروتنه کوي چې خلک به هغوی ته تسلیم شي، دا د څو ورځو تاکتیکي شا تګ چې څو ورځو کې څو ولسوالیو کې وشول دا په دې مانا نه چې خلکو هغوی (طالبان) ومنل. څه چې دوی مطرح کوي چې دا سیمې یې کنټرول کې دي، دا د تهدید کنټرول ده، د حکومتولۍ کنټرول نه دی.»

ښاغلي محب د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د دوی او د افغانانو توقع دا وه چې د امریکایي او نورو هېوادونو وتلو سره طالبانو ته د جنګ پلمه نه پاتې کېږي، باید راشي اوربند وکړي او مذاکراتو او سولې له لارې خپلې ستونزې حل کړي، خو په وینا یې دوی یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړه، جنګ یې سخت کړ او خپل تبلیغات یې زیات کړل.

نوموړي دغه راز له قطره کابل ته د یو پلاوي راتګ په اړه وویل، چې له دوی یې وخت اخیستی، خو د بحث موضوع لا مالومه نه ده، اما نوموړي وویل چې ښایي په سولې خبرې وکړي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دغه راز د هېواد شمالي پولې ته څېرمه د تاجکستان هېواد د زرګونه عسکرو مېشتېدو په اړه وویل چې له دې جریانه خبر دی. هغه وویل افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدو سره ګاونډي او دوست هېوادونه په اندېښنه کې شوي او په وینا یې چې افغانستان دننه ځینې داسې ډلې فعالیت کوي چې له دې هېوادونو سره په جګړه کې دي.

ښاغلي محب وویل: «څه موده مخکې روسیې ته چې لاړم هلته هغوی له دې ناامنیو اندېښنه لرله. زموږ ګاونډي او دوست هېوادونه له دې اندېښنه لري چې که دلته ناامني زیاتېږي د دوی په ناامنۍ اغېز لري. دلته ځینې ډلې دي چې فعالیت کوي او دوی سره په جنګ کې دي، نو موږ دوی سره کار کوو. دې ورځو کې تاجکستان په بدخشان او شېرخان بندر کې چې کوم وضعیت راغی، له هغې ډېره اندېښنه لري نو طبعي خبره ده چې دوی به د خپل امنیت لپاره ځینې ګامونه اخلي.»

د افغانستان شمال او شمال ختیځ کې د جګړې سختېدو سره، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دې هېواد د ملي امنیت شورا غونډه کړې ده. د تاجکستان ولسمشر د ملي امنیت شورا په دې ناسته کې د دې هېواد ملي دفاع وزیر ته لارښوونه کړې چې افغانستان سره په پوله ۲۰ زره ذخیره ځواک مېشت کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه