اطلاعات روز: د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي، تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تر نامالومې نېټې بنده شوه.
د پاکستان کورنیو چاروز وزیر نن (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې د دورخم دورازه یې د NCOC یا د پاکستان دولت د عملیاتو او قوماندانۍ ملي مرکز له خوا د کرونا خپرېدو له امله د خپرو شویو حکمونو له مخې، د ټولو ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
شیخ رشید احمد دغه راز لیکلي چې تورخم دروازه به د NCOC د نوي حکم ترلاسه کولو پورې د هر ډول تګ راتګ پر مخې تړلې وي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم اطلاعات روز ته وویل چې تورخم دروازه تړل شوې، خو وایي چې د تړلو په اړه یې دوی سره رسمي څه نه دي ویل شوي.
له دې وړاندې هم څو ځله د کرونا ویروس خپرېدو مخینوي په پار دغه دروازه تړل شوې وه. د تېرې غویي میاشتې په ۱۳مه اطلاعات روز ته ویلي ول چې تورخم دروازه د ۱۵ ورځو لپاره وتړل شوه خو هغه مهال پاکستاني اتباع له افغانستان پاکستان ته او افغاني اتباع له پاکستان څخه افغانستان ته ستنيدلی شول.
