اطلاعات روز: وسله والو طالبانو د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي خو د دې ولایت مسوولین یې ردوي او وایي، دغلته افغان ځواکونه لا هم په عادي حالت کې دي او د وسله والو په ځپلو بوخت دي.
وسله والو طالبانو پرون (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) ماښام مهال په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته په استول شوې، خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی وسله والو تیره شپه د حصارک ولسوالۍ مرکزیت په شمول امنیه قومانداني سره له ټولو ملحقاتو نیولي او د افغان ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم لاس ته ورغلي دي.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په دې اړه نن اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړه او په خبره یې چې لا هم افغان ځواکونه په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو او ځپلو په حال کې دي.
خوږیاڼی زیاتوي چې د حصارک ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې او د ځایي نظامي شورا له پرېکړې سره سم دوی له وړاندې د حصارک ولسوالۍ مرکزیت له اصلي سیمې بلې ته لېږدولی او په عادي شکل یې چارې دوام لري.
دی د حصارک ولسوالۍ د اصلي مرکزیت د تغییر لاملونه په سیمه کې د خلکو کورونه او ناسم موقعیت یادوي.
حصارک ولسوالۍ د ننګرهار یوه له هغو ولسوالیو ده چې شاوخوا یو کال راهیسې پکې د وسله والو طالبانو حضور پراخه شوی و چې وخت ناوخت ترې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو خبرونه هم ورکول کېدل.
