اطلاعات روز: د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي ووژل.
د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، یو ځای پر ځای شوي ماین نن (یکشنبه، ۱۳ د چنګاښ) مرکز ګردېز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «رباط» سیمه کې د ملکي وګړو پر یوې سراچه ډوله موټر چاودلی دی.
د یاد رسنیز دفتر خبرپاڼه وایي، دغه ماین د طالبانو ډلې له خوا ملکي وګړو د تګ راتګ پر یوې فرعي لارې ځای پر ځای شوی و، چې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون یې څلور تنه ملکي وګړي ووژل.
د پکتیا ولایت رسنیز دفتر یاده خبرپاڼه دغه راز وایي، چې همدا نن یې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو له لوري د رباط په ساحه کې د طالبانو له لوري خښ کړل شوي څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
