افغانستان کې د نوې ناروغۍ «تور فنګس» درې پېښې ثبت شوې دي

اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي، افغانستان کې د تور فنګس درې پېښې ثبتې شوي او په وینا یې چې پرې اخته کسان له وړاندې کرونا نیولي ول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن (شنبه، ۱۲ د چنګاښ) یوې خبري ناستې ته وویل، چې تور فنګس ناروغۍ یو له نادرو «کم پیدا» ناروغیو څخه ده او د هغه کسانو کې پیداکېدی شي چې د غړیو دفاعي سېستم یې زیان لیدلی وي.

ښاغلي مجروح وویل: «کرونا ناروغي له هغه ناروغیو ده چې د بدن د خوندیتوب سېستم د سخت کمزوري کېدو لامل کېږي او کولی شي چې په تور فنګس ناروغۍ د اخته کېدو کچه یې لوړه کړي.»

اخوا بیا د عامې روغتیا سرپرست د امریکا له خوا افغانستان سره د کرونا درې میلیون دوزه مرسته شوي واکسین په اړه وویل، چې ۱.۵ میلیونه دوزه به یې د روانې اونۍ پای یا د راتلونکې اونۍ پیل کې هېواد ته راولېږدول شي.

ښاغلي مجروح وویل، دا امریکایي واکسین به لومړی هغه ناروغانو ته چې په هیموفیلي، تالاسمیا او سرطان اخته دي دغه راز هغوی چې له ۵۰ کاله لوړ عمرونه لري، په سختو ناروغیو اخته وګړو، ښوونکو، د پوهنتونونو استادانو، له لومړي تر شپږم ټولګي د ښوونځیو اداري کارکوونکو، رسنیو او روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي.

هغه دغه راز وویل، چې د چینایي واکسین زرقول له همدې نن ورځې پیل شوي دي.

وحید مجروح دغه راز خبرداری ورکړ چې هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه لا هم پر خپل ځای ده او د پېښو کچه په ځانګړي ډول لویدیځې او مرکزي حوزې کې د ډېرېدو په حال کې ده.

د عامې روغتیا سرپرست یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس ګواښ جدي ونیسي او د روغتیایي ټکو په مراعتولو سره د دې وژونکي ویروس مخنیوی وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه