خبریاله: فریضه عالمي
ژباړن: بهادرخان رحماني
غلام علي دې ورځو کې هېڅ کار ته یې نه رسیږي. البته د هغه مصروفیت د نېکمرغه خلکو په څېر د ښه حال له امله یې نه دی، بلکې له هغه بدمرغیو یې دی چې څلور کاله وړاندې یې پر سر راغلې. هغه د ۱۳۹۶ کال زمري په ۱۴مه د سرپل ولایت میرزاولنګ پر کلي د طالبانو او داعشیانو برید کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړل، له هغې وروسته یې د دوو ټپي خویندو او یو ورور د ساتنې مسوولیت وراخوا د ژوند درانه پيټي پر اوږو پرېوتل.
څلور کاله وړاندې کله چې هغه ۱۴ کلن و، طالبانو او داعشیانو د سرپل پر میرزاولنګ کلي برید وکړ. په دې برید کې د شپې چې خلک واخطا شوي ول، له کورونو یې پښې سپکې کړې. بریدګرو ډلو پر خلکو ډزې وکړې، زیات شمېر خلک ټپي او ځینو یې ځانونه له لاسه ورکړل، له هغې ډلې د غلام علي مور ووژل شوه او د هغه دوه کلن ورور سجاد چې د جنګ غوسې او بې ځایه کېدو له پېښې ناخبره د خپلې مور غېږ کې بیده و، ټپي شو. د هغوی ترڅنګ شاوخوا ۵۰ نور ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
پر هغې شپه طالبانو د کلي خلک بندیان نیولي ول او ټول یې د هماغه کلي نږدې تپې ته ولېږل. غلام علي، پلار او دوه خویندې یې هم طالبانو ونیول. له هغې وروسته چې د غلام علي د پلار پام شو چې مېرمن او ماشوم یې ټپيان شوي، طالبانو خوا ته ورغی او له هغوی یې وغوښتل څو اجازه ورکړي چې ښځه او ماشوم یې روغتون ته یوسي، خو هغوی یې د پلار ځواب په مرمۍ ورکړ.

د هغې ورځې پر سبا، د کلي څو سپین ږیرو مور، پلار او د هغې شپې نور ټپیان د سرپل دولتي روغتون ته ولېږدول. له هغو ټپيانو یو د غلام علي مور پر لاره ساه ورکړه.
غلام علي طالبانو ته له درې ورځو زاریو او د کلي مشرانو له منځګړیتوب وروسته، روغتون کې د خپل ورور لیدنې اجازه ترلاسه کوي. کله چې روغتون ته رسېږي د خپل ورور په لیدو یې غم او درد دوه برابره کېږي. هغه مهال روغتیاپالان ورته حېرانوونکی خبر ورکوي؛ وایي د ورور پر ملا یې چره لګېدلې او د سرپل روغتون کې د هغه درملنه ناشونې ده. روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې هر څه ژر هغه درملنې لپاره کابل ته ورسوي، له هغې پرته دې یې د مرګ په تمه شي.
غلام علي د خپل پلار او مور د درد او رنځ ترڅنګ، اړ کېږي چې خپلو ملګرو او پردیو ته د خپل ورور درملنې لپاره د مرستې لاس اوږد کړي. ژر د ځینو مرسته کوونکو په مرستې سره، کابل ته د درملنې او سفر یو شمېر پیسې ترلاسه کوي. د کابل روغتونونو دروازو تر شا له څو ورځو تېرېدو وروسته، پېسې یې ختمېږي او اړ کېږي چې ټپي سجاد بېرته سرپل ته ولېږدوي. له هغې وروسته هغه او دوه خویندې یې یوه ۱۲کلنه او بله ۹ کلنه، د خپل فلج وهلي ورور ساتنه لکه د یو نوزېږد ماشوم په څېر کوي. له هغې وروسته هغه مصیبت چې پر میرزاولنګ راغی، د سجاد ژبه بندیږي او له غلام علي او خپلو دوو خویندو پرته بل چا سره نه غږېږي. هغه یوازې په قالب سره کرار کرار کولی شي روان شي. د رواني خرابو اغېزو ترڅنګ چې د سجاد سلامتیا یې زیانمنه کړې، هغه د خپلو ادرارو کنټرول هم له لاسه ورکړی دی.

اوس له هغې شپږ کسیزې کورنۍ، څلور ماشومان پاتې دي چې د ژوند ټول مسوولیتونه یې په خپلو غاړو دي.
شپږ میاشتې کېږي چې غلام علي، او دوه خویندې یې، شپږ کلن سجاد کابل ته درملنې لپاره راولي. یوه اونۍ وړاندې کله مې چې هغوی هغه خونه کې چې سرې میاشتې ورته واک کې ورکړې وه ولیدل، د ټولو په څېره کې مې د یوې پاشلې کورنۍ نښې ولیدې. غلام علي ما ته وویل، نه پوهېږې چې ولې هر څه په یوې شپه کې بدلون وکړ؛ پلار او مور یې له لاسه ورکړل؛ ورور یې ټپي شو او هغه او خویندې یې له درس ویلو پاتې شول.
غلام علي د خپل پلار او مور له وژلو وروسته یې نه شي کولی چې د کور، خویندو او ورونو لګښت او خرچه برابره کړي او له ډېرې ناچارۍ دوه غواوې او څلور اوزې خرڅوي؛ په هغې پیسو کوچنۍ هټۍ (غرفه) ځان ته اخلي او د تحریر توکي پلوري. د هغې په ډېر کم عاید سره د خپل ژوند تقریبآ درېدلی څرخ په تاوېدلو راولي.

په میرزاولنګ کې له درې کاله او څو میاشتو وروسته، یو خپلوان یې ورته اطلاع ورکوي چې د کابل ښار کې د سرې میاشتې مرکز، د هغه د ورور درملنه کوي. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د څلورو ورونو او خویندو د ژوند د هیلو کړکۍ پرانیستل کېږي او هغوی د کابل لارې مساپرېږي. تراوسه سجاد درې عملیاتونه کړې دي. د هیلو دغه ډېوې د غلام علي او خویندو په زړونو کې یې په مړې کېدو دي. روغتیاپالانو ویلي چې له افغانستانه بهر د هغه د پښې د فلجېدو درملنه ښایي شونې وي. غلام علي له افغانستانه بهر د هغه درملنې لپاره هېڅه هم لاس کې نه لري. که وکولی شي چې سجاد له افغانستانه بهر ولېږدوي، د هغه د درملنې شونتیا شته ده. له هغې پرته، سجاد به تل لکه هغه ماشوم چې لویېږي او قد وباسي خو کوم کار به ترې نه شي اخیستی، پاتې وي.
