اطلاعات روز: د پکتیا ولایت رسنیو دفتر وایي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت مرکز ګردېز ته پر لار د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د پکتيا ولايت له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ناوخته (جمعه، ۱۱ د چنګاښ) د پکتيا ولايت ملي امنيت رياست له خوا د ځانګړو عملياتو په ترڅ له چاوديدونکو توکو ډک موټر چې له زرمت ولسوالۍ يې ګردېز ته روان کړی و، نيولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد موټر بم په يوې سراچه ډوله موټر کې چې ۵۰۰ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و، د «رحمت الله» په نوم د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان غوښتل، چې د ګردېز ښار يو امنيتي ځای کې چاودنه ورکړي، چې له وړاندې کشف او ونيول شو.
دوی په خپره شوې خبرپاڼه دا نه دي ويلي، چې د نيول شوي موټر بم سره څوک نيول شوي يا نه.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
