دولتي ځواکونو یوازې جون میاشت کې شاوخوا ۷۰۰ نظامي وسایط له لاسه ورکړي دي

د یوې څېړنې پایله:

اطلاعات روز: فوربز مجلې راپور ورکړی چې یوازې جون میاشت کې د دولتي ځواکونو شاوخوا ۷۰۰ لارۍ، هاموې او دغه راز لسګونه زرهې وسایط او توپخانې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

دا شمېرې د یوې پرانیستې سرچینې له یو څېړنیز راپوره چې اوریکس وبلاګ کې د جوست اولیمانز له لوري خپور شوی، لاس ته راغلي. دې خبریال طالبانو ډلې ته د دولتي ځواکونو د نظامي سالمو او له کاره لوېدلي تجهیزاتو انځورونه او وېډیوګانې چې دې ډلې ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي، ارزولي دي.

دې وبلاګ له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې هم د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ جګړه کې د له لاسه تللیو تجهیزاتو په اړه کره او ډېر جزیات خپاره کړي ول.

د دې وبلاګ ارزونه ښيي چې د جون ۳۰مې تر مازدیګره ۷۱۵ سپکې لېږدوونکې وسیلې د ۶۵ له کاره لوېدلیو وسایطو سره، د طالبانو لاس ته ورغلي دي. د فوربز راپور کې راغلي چې شونې ده د دولتي ځواکونو زیات تجهیزات او وسایل د طالبانو لاس ته ورغلي وي. خو په عکسونو یا فیلمونو کې یې د نه ثبت له امله حساب کې نه دي راغلي.

په ۲۰۱۸ کال کې افغان دولتي ځواکونو د ۱۳ زره هاموې موټرو په ګډون له ۲۶ زره لېږدوونکو او جنګي وسایطو سره عملیات کول. په داسې حال کې چې میتزر لیکي چې ټوله کې ۲۵۰۰۰ هاموې تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د سختې جګړې جریان کې د افغانستان دولت په معمول توګه یوه اونۍ کې ۱۰۰ هاموې ګاډي له لاسه ورکول.

افغانستان کې جګړه له مې میاشتې را په دېخوا سخته شوې ده. طالبانو ډلې په دې موده کې په بې مخینې توګه د ولسوالیو پر مرکزونو سخت بریدونه ترسره کړي دي. دې ډلې په دې موده کې شاوخوا ۸۰ ولسوالۍ نیولي دي. ځینې دا ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د پاڅونوالو په ملاتړ له طالبانو بېرته نیولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه