اطلاعات روز: که څه هم په پکتیا کې د جګړې لمن د ښار ترڅنډو را رسېدلې او ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې، خو له همدې امنیتي ستونزو سره هم مهال په مرکز ګردېز کې د بېلابېلو سیمو ۲۰۰ ښځینه ښوونکو ښوونځیو ته د ښوونکو په توګه ازموینه ورکړه.
دا ازموینه نن (چهارشنبه، ۱۰ د چنګاښ) واخیستل شوه. د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د همدې ښوونکو له ډلې به یې له ازموینې وروسته بریالي کېدونکې ښوونکي د مرکز په ګډون په بېلابېلو ښوونځیو کې په غیر رسمي ډول په ښوونځیو کې په دندو وګمارل شي.
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د یادو ښوونکو په جذب سره به په ځینو ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
هغه وايي: «مونږ چې نن د ازاد رقابت له لارې له ۲۰۰ انجونو د غیری رسمي ښوونکو د جذب لپاره ازموینه واخیستله، نو د دوی په بریالي کېدو سره به په مرکز او ځینو ولسوالیو لکه ځاځي اریوب، ډنډپټان، څمکنیو، احمد ابا او میرزکې ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شي، چې نه یوازې د ښوونکو د کمښت ستونزه به تر یو بریده هواره شي، بلکې د ښځنیه زده کوونکو شمېر به هم ورسره زیات شي.»

کوچی ځاځی زیاتوي، چې لاهم د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې دوی ۱۰۰۰ ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري، د نوموړي په خبره چې دوی هڅه پیل کړې، تر څو په راتلونکي کې یاده تشه ډکه او هیڅ ښوونځی د ښځنیه ښوونکو له کموالي سره مخ نه شي.
کوچي وویل: «که څه هم د ښځنیه ښوونکو د کموالي ستونزه یو څه حل شوې، خو لاهم مونږ ۱۰۰۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لرو، انشاالله چې په راتلونکي کې به دا ستونزه هم هوارو، تر څو په پکتیا کې هیڅ د انجونو ښوونځی د ښځنیه استادانو له کمښت سره مخ نه شي.»
د ښوونکو د جذب په موخه د ازموینې یو تن ښوونکې او د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکې نوراني احمدزۍ وايي، په سیمه کې یې د انجونو په ښوونځي کې زیاتره ښوونکي نارینه دي، چې له امله یې خلک زړه نه ښه کوي، چې خپلې انجونې د زده کړو لپاره ولېږي، هغه زیاتوي، چې له ازموینې څخه وروسته چې بریالۍ شي، په خپله سیمه کې به دنده پیلوي.
نوموړې اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ په احمدابا کې ښوونځي لرو، خو ښوونکي یې زیاتره نارینه دي، نن ما ځکه په دې ازموینه کې ګډون وکړ، چې هلته د انجونو په ښوونځې زه هم د ښځنیه ښوونکې په توګه دنده بیل کړم، زما له نورو خویندو هم دا غوښتنه ده، چې راشي او په خپلو سیمو کې له پوهنې اړخ څخه خدمت وکړي.»
په همدې حال کې یوې بلې ښوونکې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې نن یې په ولایت کې د ځان په شمول ګڼې نورې انجونې هم د ښوونکو دندې ته زړه ښه کوي، هغه وايي، که په ښوونځي کې د ښځینه ښوونکو له خوا انجونو ته زده کړې ورکړل شي، نو زده کوونکې کولی شي، په ښه توګه درسونو ته دوام ورکړي.
هغې وویل: «دلته زه نن ډېر د خوښي او افتخار ځای بولم، چې نن راغلې یم او د یو پاک مسلک لپاره چې هغه د ښوونکي دنده ده، ازموینه ورکوم، زما په فکر که په یو ښوونځي کې انجونو ته نارینه درس ورکوي، د هغه په پرتله که ښځنیه ښوونکې ولري، زده کوونکې ترې په ښه ډول زده کړه کولی شي.»
د پکتیا د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې چې اوس مهال په ټوله پکتیا کې ۷۳ زره ښځنیه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي، د نارینو ترڅنګ د ۷۰۰ ښځینه رسمي او غیر رسمي ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کیږي، خو د پکتیا زرمت بیا هغه ولسوالۍ ده، چې د وسله والو طالبانو له خوا د انجونو ټول ښوونځي په بشپړه توګه تړل شوي دي.
