طالبان د هېڅ قوم استازولي نه کوي او د حکومت او خلکو پر ضد یې جګړه روانه کړې

اطلاعات روز: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، طالبان د نړۍ دیني عالمانو د افغان جګړې نامشروع بللو فتوا ته هېڅ پام نه کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن (چهارشنبه، ۹ د چنګاښ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوې خبري ناسته کې له خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ملاتړ ملي صندوق پرانیستغونډه کې وویل، چې د طالبانو له خوا روانه جګړه د اسلامي احکامو له مخې په بشپړ توګه ناروا ده.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو ډله چې د انسانانو د وینې تویېدو تږي او د واک عاشقان دي، د عالمانو فتوا ته هېڅ پام او د شریعت احکامو ته هېڅ پایبندي نه لري او د قران شریف ایتونو صراحت سره «باغي» ګڼل کېږي.»

ښاغلي دانش دغه راز وویل، چې د هېواد روانه جګړه بهرنی ماهیت لري. د هغه په وینا، په دې ورځو کې د ځینو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو اورو چې د طالبانو ټپیان او جسدونه چېرته وړل کیږي او مشران یې چېرته دي.

د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز طالبان تورن کړل چې دا ډله د سولې له شعاره ناوړه ګټنه کوي او دوی امریکا سره له تړونه هم سرغړونه کړې. نوموړي زیاته کړه چې امریکا سره د طالبانو د دوحې تړون له مخې باید اوربند شوی وی او خبرې اترې مخته وړل شوې وی، خو په وینا یې چې دغه ډله په یو ډول د خبرو له مېزه ځان لرې ساتي.

سرور دانش دغه راز وویل، چې په حقیقت کې د دې ډلې موخه د زور له لارې واک ترلاسه کول دي. د ده په وینا، څومر چې حکومت سولې ته خپل نیک نیت ښودلی، په هماغه کچه طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

هغه زیاته کړه: «دا جګړه یوازې له حکومت سره جګړه نه ده، طالبان د ټول افغانستان د ملت دښمن دی، د ټولو ګوندونو، قومونو او د مدني ټولنې دښمن دی او د هېڅ ځانګړي قوم استازولي هم نه کوي.»

دې ډلې د ټول ۲۷ کاله عمر کې ټولو قومونو سره جنګېدلي او د افغانستان بنسټونه یې ویجاړ کړي دي. هغه زیاته کړه، دا ادعا ډېره بې ځایه ده چې ځینې وایي طالبان یوازې حکومت سره جنګ کوي او خلک باید په دې جګړې ته دننه نه شي.

دا جګړه د ټولو بشري ارزښتونو خلاف ده، ځکه د دوی په وینا چې طالبانو ډلې هېڅ کوم بدلون نه دی کړی. ډیموکراسي، ټاکنې، د بیان ازادي، بشري حقونه، د اقلیتونو حقونه او د ښځو حقونه او نور دوی ته پردي ویونه دي او له شریعت سره یې مخالف ګڼي.

لا تراوسه طالبانو ډلې د ولسمشر دویم مرستیال دې څرګندونو ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په کور دننه او د نړۍ عالمانو هغه ناستې او غونډې چې افغان جګړه یې ناروا بللې، د افغانستان حکومت له خوا جوړې شوې یادې کړي دي.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه چې په دې حساس وخت کې د ټولو مسوولیت دا دی چې له نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملي پاڅونوالو باید ملاتړ وشي.

د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ملاتړ ملي صندوق پرانیسته

له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ لپاره یو مالي صندوق چې مخکې هم و، اوس یې په نوي نوم، تګلارې او نویو غړیو سره پرانیسته وشوه.

په همدې اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې په جوړې شوې پرانستغونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، چې حکومت پر دې صندوق یوازې حمایوي او ځینې وخت نظارتي رول لري.

له خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د خبریالانو لاسنیوي په پار رامنځته شو، د «افغانستان ژورنالیستانو مالي ملاتړ صندوق» په نوم و او مشري یې د محمد اصف وردګ په غاړه وه. خو اوس دغه صندوق د «د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ملاتړ ملي صندوق» په نوم او رهبري یې هم بدله شوه.

وحید عمر وویل چې دا صندوق چې پخوا د خبریالانو مالي ملاتړ لپاره جوړ شوی و، اوس ورته رڼه تګلاره رامنځته شوه.

ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې د دې صندوق د بورډ اوسني غړي چې ټول دیارلس دي، وپېژندل.

محمد اصف احمدزی د علومو او اکاډمۍ استازی، احمد انصاري د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استازی، حجت الله مجددي د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې استازی، صابر مومند د اطلاعات او کلتور وزارت استازی، ظهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسون استازې، صدیق الله توحیدي د خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازی، د امریکا غږ استازی، حارث جمالزاده د یک ټلوېزیون استازی، همیم کاکړ له پژواک اژانس استازی، دواخان مینه پال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر، مجیب خلوتګر د ژورنالیستانو فدراسیون استازی، بومیا د ژونالیستانو فدراسیون استازی او منیر د ژورنالیستانو فدراسیون استازې دي.

د حکومت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز مشر او د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دې اړه غونډه کې وویل، چې دغه صندوق شاوخوا دوه کاله وړاندې جوړ او موخه یې دا وه چې د نظام او حکومت له خوا باید داسې مېکانېزم جوړ شي، چې کړکېچنو حالاتو کې خبریالانو سره مرسته وشي.

د ښاغلي عمر په وینا، چې په دې موده کې له ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره په بېلابېل ډول مرستې وشوې. خو په وینا یې چې ځينې نیوکې په کې وي لکه مرستو کې ځنډ، نظارتي میکانېزم او ځینې نورې نیمګړتیاوې شتون لرلی.

د ده په وینا چې پخوا د دې صندوق له مرستو برخمن کېدلی نه شوی، خو اوس د خبریالانو ترمنځ د رسنیو نور کارکوونکي هم ترې ګټه اخیستی شي.

دغه راز د ښاغلي عمر په وینا چې له دې صندوق پخوا یوازې زخمیانو او «شهیدانو» سره مرسته کېده او اوس یې کاري ساحه پراخه شوې ده او یو روڼ مېکانېزم او تګلارې ورته برابره شوې ده.

وحید عمر دغه راز وویل، چې دې صندوق سره ولسمشر، سوداګرو او دغه راز بهرنۍ مرسته هم شوې چې دې صندوق ته به ور زیاته شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه