کابل ته د عمران خان سفر؛ پکتیکا کې د پاکستان پر ضد لاریون شوی

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالي کې ګڼو خلکو د پاکستان د ناوړه سياستونو، له ترهګرو د دې هېواد د ملاتړ او دوه مخي چلند پر خلاف لاريون وکړ.

دوی دا لاريون په داسې حال کې وکړ، چې ټاکل شوې نن د پاکستان لومړی وزير عمران خان له لوړ پوړي پلاوي سره د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته راشي.

لاريونوالو “عمران خانه! تر څو چې په صادقانه ډول افغانستان دښمنه پاليسي بدله نه کړئ، تش په نوم سفرونه او دوستي مو نه منو! “، “د هلمند او کندهار په جګړو کې د پاکستاني جنګياليو وژل کېدل د افغانستان په چارو او ناامنۍ کې د پاکستان ښکاره مداخله ده”، “عمران او باجوه دې د ترهګرو ملاتړ نه کوي” او ورته نور شعارونه له ځان سره لېږدول.

د ارګون شورا مشر محمدحليم عالمي وايي، چې پاکستان تل د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او د دې هېواد د ثبات ضد ګامونه يې اخیستې دي.

عالمي وويل، تر هغه چې ياد هېواد د افغانستان په اړه په خپله پالیسي کې مثبت بدلون رانه ولي، دا ډول سفرونه ګټه نه لري.

نوموړي زياته کړه: «د افغانستان د ناامني تر شا په ښکاره ډول د پاکستان لاس دی او همېش يې د دې وطن په بربادي کې خپله ګټه لټولې ده.»

د لاريون ګډونوال عبدالله وطنمل وايي، چې له وسله والو طالبانو د پاکستاني حکومت ملاتړ د لمر په څېر روښانه دی او په هلمند او کندهار کې وروستيو جګړو دا ادعا لا په ښه ډول ثابته کړه.

د ارګون اوسېدونکی غلام خان وايي، چې نړيواله ټولنه بايد د پاکستان د ترورېزم ملاتړ فعاليتونو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او دا هېواد د ترورېزم د ملاتړ له امله په تور لېست کې شامل کړي.

خان وويل: «پاکستان په سيمه کې ناسور دی، زموږ دولت بايد په واضح ډول ترې وغواړي چې د افغانستان پر وړاندې خپله پاليسي سمه کړي او له دوه مخي چلند نه لاس واخلي او که داسې منافقت ته دوام ورکړي، بايد سخت ځواب ورکړل شي.»

افغان حکومت څو ځله په رسمي ډول ويلي، چې د ترهګرو او د تمويل سرچينې په پاکستان کې دي او بايد د ترهګري د له منځه وړلو لپاره په مطلوبو سيمو کې جدي نظامي عمل وشي.

پاکستان اوسمهال له ترهګري د ملاتړ او تمويل په خړ نړيوال لېست کې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه