د لوګر والي وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي

اطلاعات روز: نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) د لوګر ولایتي مسوولینو د خبري ناستې پرمهال د لوګر امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله، د دوی په وینا چې په تېرو دوو اونیو کې وسله والو طالبانو د لوګر په ځینو ولسوالیو کې جګړو ته زور ورکړی، خو دوی په کې یادې ډلې ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وویل، چې وسله والو طالبانو په ازرې، خوښۍ، خروار او برکي برک ولسوالیو کې په افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي، خو نوموړی یادې ډلې ته د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د زیاتې مرګ، ژوبلې ور اړلو خبره کوي.

هغه زیاتوي، چې دوی اوس مهال په ځينو ځایونو کې چاڼیز عملیات پیل کړي او ګڼې سیمې یې ورڅخه نیولې دي.

رحیمي وویل: «مونږ اوس مهال له مخالفینو سره په جګړه بوخت یو، د لوګر په ځینو سیمو کې مو تعرضي عملیات پیل کړي او ځینو کې بیا د دفاع په حالت کې یو، کومې سیمې چې هلته د مخالفینو فعالیتونه ډېر دي، زمونږ د افغان ځواکونو له لوري ورباندې هوايي او هم ځمکني عملیات روان دي، په خوښۍ، ازرې، برکي برک او خروار کې مو دوی ته سخت ګزار ورکړی دی.»

د لوګر خینې فعالان وايي، ازره ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده، خو د لوګر د والي په خبره، چې ازره سقوط نه بلې دوی د ولسوالۍ مقام یې د امنیتي ستونزو له امله مرکز پل عالم ته انتقال کړی دی.

د نوموړي په وینا چې د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پلان کړي، چې افغان ځواکونو ورڅخه په دې وروستیو کې شاتګ کړی دی.

هغه وايي: «مونږ دا منو، چې د ازرې ولسوالۍ مقام پل عالم ته انتقال کړی، خو د خلکو او مخالفینو دا ادعا چې سقوط یې کړی، زه یې په کلکه ردوم، مونږ د ازرې ترڅنګ د ځینو نورو هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره په چاڼیزو عملیاتو کار پیل کړی، تر څو په دې سیمو کې قوي عملیات ترسره کړو.»

عبدالقیوم رحیمي همدا راز زیاتوي، چې د لوګر په ځینو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په وړاندې د روانې جګړې مشري پاکستانیان کوي او په خبره یې چې د ترسره شویو عملیاتو او جګړو پر مهال د هغوی اسناد هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

ښاغلی رحیمي وايي: «دا جګړه چې اوس په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې دوام لري، مشري یې پنجابیان کوي، عامه تاسیسات هم چې نړول کیږي، هغوی ورته وايي، چې وران یې کړئ، مونږ دا خبره ځکه کوو، چې لوګر کې د جګړو په میدان ښکاره اسناد امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي، په مخابرو کې د دوی لاسپوڅو ته د جګړې لارښوونه په اردو ژبه کوي.»

په همدې حال کې د لوګر د ولایتي شورا ریس حسیب الله ستانکزی هم په دې ولایت کې د جګړو شدت د اندېښنې وړبولي او وايي، وسله وال طالبان د قومي مشرانو په مخګړیتوب افغان ځواکونه دې ته مجبور وي، چې ولسوالۍ یا پوسته ورته پرېږدي، نوموړي په امنیتي ادارو غږ وکړ، چې له هغو مشرانو سره قانوني چلند وکړي، چې په روانه جګړه کې یې د طالبانو په ګټه پرېکړې کړې دي.

هغه داسې وویل: «جګړه زیاته شوې، د لوګر په خروار، ازره، خوښۍ او برکي برک کې هم اوس جګړه روانه ده، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ځینې سیمې د پنجاب غلامانو ته پرېښې دي، دا په دې مانا نه چې هغوی قوي شوي، بلکې ځايي مشرانو هلته د غلامۍ ژوند ته لبیک ویلی او د طالبانو په لارښوونه یې افغان ځواکونه شاتګ ته اړ ایستلي دي.»

ستانکزی د وسله والو طالبانو د جګړې شدت بل لوی لامل د هوايي ځواک له خوا نه همکاري هم یادوي او وايي، که په ځینو سیمو کې په وخت کلابندو سرتېرو ته هوايي ملاتړ شوی وی، نو هغوی نه مجبوره کېدل چې له ځینو امنیتي پوستو شاتګ وکړي، نوموړي د کابل-لوګر د لارې امنیتي وضعیت په خرابېدو هم اندېښنه څرګدنه کړه او له امنیتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه، چې یاده لاره باید ژر تر ژره امن شي.

نوموړی وايي: «مرکزي اداره باید د هوايي ځواک په برخه کې زیاته همکاري وکړي، کومې امنیتي پوستې چې افغان ځواکونو ورڅخه شاتګ کړی، لامل یې هم د هوايي بمبار نه شتون و، که هلته وايي بمبار شوی وای، نو زمونږ زړور سرتیري نه مجبورېدل چې سیمه مخالفینو ته پرېږدي او بله مسله د کابل- لوګر د لارې دی، چې په دې لاره هم زیاتې امنیتي پېښې رامنځته کیږي، دې ته هم باید چې توجه وشي.»

وسله والو طالبانو د لوګر د والي دا ادعا چې د دوی جنګیالیو ته یې درانه تلفات اړولي په کلکه ردوي، د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په روانه اونۍ کې یې د لوګر ولایت درې ولسوالۍ ازره، برکي برک او خروار په بشپړه توګه د دوی لاسته لوېدلې دي.

په سویل ختیځ زون کې پکتیا، لوګر او پکتیکا هغه ولایتونو دي، چې وسله والو طالبانو په کې د افغان ځواکونو په وړاندې جګړو ته زور وکړی او ځینې ولسوالۍ یې هم ترې نیولې دي، خو امنیتي مسوولین بیا وايي، ډېر ژر به له یادې ډلې څخه نیول شوې ولسوالۍ ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه