وحید عمر: پاکستان دې عمل کې ثابته کړي چې افغانستان کې سوله غواړي

اطلاعات روز: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټیژيکو اړیکو عمومي مشر او د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، پاکستان دې خپله محاسبه بدله او په عمل کې دې وښیي چې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

د عامه او سټراټیژيکو اړیکو عمومي مشر وحید عمر نن (سه شنبه، ۸ د چنګاښ) یوې خبرې ناستې کې وویل، چې د پاکستان او طالبانو ډلې ترمنځ د نېغ په نېغه اړیکو او ملاتړ خبره کرار کرار روښانه کېږي.

نوموړي د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویلې، چې اوس ټول په دې پوهېږي چې اوس په خپله د پاکستان یو مهم وزیر هم مني چې له طالبانو ملاتړ کوي.

ښاغلي عمر وویل: «ورو ورو د پاکستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مستقیمې اړیکې او د دوی ملاتړ له طالبانو هره ورځ واضح کړي، لکه څنګه چې هم ویلي پاکستان ته اوس د دې وخت دی چې خپله محاسبه بدله کړي.»

وحید عمر په دوام کې افغانستان کې وروستیو جنګونو ته په اشارې وویل، د جنګ په ډګر کې هم ډېر داسې شواهد او اسناد رامنځته شول، چې اوس هم پاکستاني پوځیان د طالبانو ملاتړ کوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه: «د طالبانو تبلیغات او پروپاګندا ان په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې دا هم تر ډېره د پاکستان له خاورې کېږي، نه یوازې دا چې هلته پناه ګاه لري، هلته تجهیز کیږي، حتا تبلیغات یې هم له هغه ځایه کېږي، په دې د افغانستان خلک هم پوهېږې، په دې منطقه هم پوهه ده په دې دنیا هم پوهه ده او اوس د پاکستان مهم وزیر هم دغه خبره وکړه.»

د عامه او سټراټیژيکو اړیکو عمومي مشر وحید عمر دغه راز وویل، پاکستان وایي چې دوی په افغانستان کې سوله او ټیکاو غواړي، خو په وینا یې چې دوی دې په عمل کې ثابته کړي.

ښاغلي عمر وویل، اوس وخت د دې دی چې د افغانستان خلک وګوري او پاکستان دغه محاسبه بدله کړي او عمل کې یې وښيي چې رښتیا هم دوی افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې دوی په ظاهر کې وایي، چې پاکستان یو باثباته سوله ییزه او مرفه افغانستان غواړي او د دوی په ګټه ده، دا دې په عمل کې ثابته کړي. چې دا موږ په عمل کې نه ګورو.»

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دوه ورځې وړاندې د (چنګاښ په ۶مه) د پاکستان «جیونیوز» سره مرکه کې وویل، چې د طالبانو مړي او ټپيان پاکستان ته وړل کېږي او درملنه یې کېږي. هغه دغه راز ویلي ول چې د ډېری طالب مشرانو کورنۍ پاکستان کې مېشتې دي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې وروستیو کې یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې دوی افغانستان کې سوله او ټیګاو غواړي، ځکه په وینا یې چې دا وړ افغانستان د دوی په ګټه هم دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه