اطلاعات روز: د خوست ملي امنیت ریاست وایي، د دې ولایت علیشیرو ولسوالۍ کې له ډیورند کرښې رااړول شوې د دهشکې زرګونه مرمۍ یې نیولي دي.
د خوست ملي امنیت کې ځینې سرچینې چې نه غواړي نوم یې وښودل شي وایي، دغه مرمۍ د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ (دوشنبه، ۷ د چنګاښ) د علیشیرو ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نیولي دي.
د یادې سرچینې په وینا، د دهشکې دغه مرمۍ چې شمېر یې تر څلورنیم زرو رسیږي، لېږدوونکو یې غوښتل چې صبریو ولسوالۍ ته یې انتقال او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نښه کړي.
دغه سرچینه وایي، چې د دې مرمیو لېږدوونکي یا یې په اړه څوک نه دي نیول شوي.
