اطلاعات روز: د افغانستان عامې روغتیا چارسمبالی وزیر وحید مجروح وایي، د خلکو له خوا د وقایوي او کنټرولي تدابیرو مراعتولو سره په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو سرعت کم ، خو زیاته یې کړه چې لا هم مثبتې پېښې په صعودي یا پورته حالت کې دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح چې نن (شنبه، ۵ د چنګاښ) د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز یوې خبري ناسته کې یې هېواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي جزیات ورکول، که څه هم ویې ویل چې د اوس مهال وقایوي او کنټرولي تدابیر کافي نه دي، خو زیاته یې کړه چې بیا یې هم دغه ویروس له چټکتیا راګرځولی دی.
هغه زیاته کړه، چې د شمېرو پر بنسټ تېرو وروستیو دوو اونیو کې، په کابل، کندهار، لوګر، کندز، نورستان، پکتیا، هلمند، لغمان، بغلان، پنجشیر، بادغیس او سرپل ولایتونو کې د کرونا ویروس خپرېدو کچه افقي حالت غوره کړی دی.
هغه خبرداری ورکړ چې اوسمهال کرونا ویروس بامیانو، جوزجان، تخار، فراه، پکتیکا، خوست، بدخشان، دایکندي، کاپیسا، کونړ، بلخ، سمنګان، پروان، ننګرهار، زابل، نیمروز، غور او غزني ولایتونو کې مخ په ډېرېدو دی.
د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر وویل، چې افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو د کرونا واکسین ۳ میلیونه دوزه مرسته شوی واکسین به د راتلونکې زیږدیزې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې هېواد ته راورسیږي.
د ښاغلي مجروح په وینا، دغه امریکایي واکسین به د ښوونځیو او پوهنتونونو اداري ډلو په ګډون څو زیانمنو اساسي قشرونو ته ورکړل شي.
وحید مجروح دغه راز زیاته کړه چې د دلتا یا هندي نوعیت مشخصولو لپاره د کرونا ویروس ۱۹ سمپله د عامې روغتیا وزارت مرکزي لابراتوارونو کې تر ازمایښت لاندې ونیول شول، چې ۱۱ یې دلتا یا هندي او ۸ یې انګلیسي ډول ول.
د عامې روغتیا چارسمبالي وویل، چې دا د دلتا ویروس نوعې د پراخه خپرېدو مانا ورکوي.
