کونړ کې ښځینه صنعتکارانې لاس جوړو توکو ته د ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د هېواد ختیځ کونړ ولایت کې ښځینه صنعتکارانې په لاس جوړو شویو توکو خرڅلاو ته د ځانګړي مارکیټ د جوړیدو غوښتنه کوي.

کونړ کې ښځینه صنعکارانې شکایت کوي، چې د مناسب بازار د نه شتون له امله یې ډیر کله په لاس جوړشوي تولیدات په کور پاتې کیږي.

دوی وایي، بازار ته په کتو د لاس په خواریو رنګارنګ جامې او د اړتیا وړ نور توکي جوړوي، خو د مارکیټ نه شتون یې د کاروبار پر وړاندې لوی خنډ دی.

نور بې بي د کونړ یوه له صنعکارو میرمنو ده، هغې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کور د نورو چارو سربیره د ښځينه وو لپاره ځانګړې لباسونه جوړوي او له همدې لارې یې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي.

هغه په دې ولایت کې په لاس جوړو شویو تولیداتو ته له حکومت د ځانګړي بازار جوړیدو غوښتنه کوي.

نور بې بي زیاتوي: «زه هر ډول جامې ګنډلی شم، مثلاً امریلا، ګردې جامې، پنجابي او نورې، غواړو چې دلته یوځای جوړ شي، موږ چې کومې جامې وګنډو او هغه په کې خرڅې او اقتصاد مو ورسره ښه شي، مونږ په کور کې د لاس په خواریو او سختو حالاتو کې جامې او نور شیان جوړوو او بیا یې پر خلکو پلورو خو دلته ډیر کله داسې کیږي چې توکي جوړ کړو بیا یې څوک نه اخلي او نه داسې کوم ځانګړی بازار شته چې هلته یې مونږ یوسو او خپلو تولیدات پر وپلورو. غوښتنه مو د مارکیټ جوړیدل دي، نو که چیرې کونړ کې د نورو ولایتونو په څیر ځانګړي د خرڅلاو مارکیټ جوړ شي ښه به وي.»

پنځه ویشت کلنه زرغونه د ورځې تر درې جوړه جامې ګنډي وایي، دا کسب يې د دې لپاره زده کړی چې نورو ته له لاس غځولو خلاصه او خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.

هغې اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، ډېر کله ورسره ژمنې شوي، چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره به یې مرسته کېږي، خو حکومت هغه څېر چې لازمه ده عملي کړي نه دي، چې له امله یې صنعتکارې میرمنې له کړاو سره مخ دي.

زرغونه زیاتوي: «لاسي کارونه هم کولی شم. کومې جامې مې چې جوړې کړي، دلته مې راوړي او غواړم ويې پلورم مګر مارکیټ یې نشته، له حکومته غواړم چې دلته یو مارکیټ جوړ کړي چې موږ په لاسونو کوم تولیدات جوړوو هغه په کې وپلورو، حکومت هم خپلې ژمنې عملي کړي نه دي.»

په همدې حال کې د کونړ ولایتي چارواکي وایې، هڅې یې پیل کړي چې دې ولایت کې د میرمنو په لاس جوړو شویو تولیداتو ته ځانګړی مارکیټ جوړ کړي.

په ټولنیزو چارو د کونړ د والي مرستیاله بریښنا شیرزۍ اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې تمه وښوده، چې د د میرمنو د تولیداتو د خرڅلاو لپاره د مارکیټ په جوړیدو سره به د میرمنو شته ستونزې تر ډیره حل شي.

په ټولنیزو چارو د کونړ د والي مرستیاله بریښنا شیرزۍ زیاته کړه: «موږ دا کوښښ کوو چې دغو خویندو ته ځانګړی مارکیټ او بازار پیدا کړو. داسې مارکیټ وي چې دوی کوم شیان جوړوي هلته یې وپلوري. زه پرې باوري یم چې دلته ډېرې تکړه خویندې شته او دا مارکیټ به د دوی په ګټه وي او زمونږ تمه دا ده چې دې سره به د مېرمنو د تولیداتو لپاره ښه بازارموندنه وشي او اوسمهال چې مرمنې له ستونزو سره مخ دي له دې کړاو به خلاصې شي.»

دا مهال د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې په لسګونه مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، خو له دې سره سره چې د دوی په لاس د جوړو شوو توکو کیفت لوړ او خواري يې زیاته ده، خو د مارکيټ نشتوالی یې د کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه