اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني ارګ کې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې ټینګار وکړ، چې ټول هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته اکمالات چټک کړي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه ټینګارد وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ غونډه کې چې پرون (سه شنبه، ۱ د چنګاښ) ترسره شوه، وشو.
د ارګ خبرپاڼه وایي: «وروسته له دښمن سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او مېړانې د قدردانۍ پر مهال په ټول هیواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمالاتو پر چټکتیا ټینګار وشو.»
خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سوق او ادارې په برخه کې دې هم لازمه همغږۍ رامنځته شي.
د ولسمشر له خوا ټول هېواد کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اکمالاتو پر چټکتیا په داسې مهال ټینګار کیږي، چې تل په دې برخه کې امنیتي او دفاعي بنسټونه په ناکارۍ تورن شوي. په دې وروستیو کې چې طالبانو ډلې خپلو جګړو ته زور ورکړی او ګڼې ولسوالۍ یې نیولي، مسوولین او د ولایتي شوراګانو غړي یې یو ستر لامل ځواکونو ته پر وخت د اکمالاتو نه رسېدل یادوي.
