اطلاعات روز: لغمان کې امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز مهترلام ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار نن (سه شنبه، ۱ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېر ماښام ناوخته د لغمان مرکز مهترلام اړوند «ارمل» سیمه کې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولې، چې یوه یې د ملکي وګړو پر کور لګېدلې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغانیار زیاته کړه: «تېر ماښام ناوخته د مرکز مهترلام په ارمل سیمه کې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولې چې له امله یې یو ماشوم وژلی او څلور نور ټپیان شوي دي.»
دا په روانه میاشت کې دریم برید دی، چې د ملکي وګړو پر کورونو ترسره کیږي، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
که څه هم حکومتي چارواکو یاد کار د وسله والو طالبانو کار بولي، خو یادې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
