اطلاعات روز: لوګر کې د پل عالم ښاروالۍ په موټر ماين چاودنه کړې، چې درې کارکوونکي يې ټپيان کړي دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي اطلاعات روز ته وويل، نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) سهار شاوخوا لس بجې د لوګر په مرکز پل عالم کې د ښاروالۍ په هغه موټر د سړک له غاړې ماين چاودنه کړې، چې د ښار کثافات يې لېږدول.
د ښاغلي ستانکزی په وینا، پېښه کې د ښاروالۍ درې کارکوونکي ټپيان شوي دي، نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې هېڅ امنيتي ځای شتون نه درلود او نه هم په همدې لاره کومو امنيتي موټرو تګ راتګ کاوه.
کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.
لوګر د هيواد له نا امنه ولايتونو ګڼل کيږي، تېره ورځ هم د دې ولايت په «کلنګار» سيمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه، چې د ملکي وګړو درې موټرو پکې اور اخيستی و او په بشپړه توګه له منځه تللي و.
