اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي چارواکي واېي، په دې ولایت کې یې په تېره یوه میاشت کې ۲۷۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولایت امنیه قومندان سلطان داود سلطان نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) په همدې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، ځواکونو یې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د وسله والو پر وړاندې ۳۷ ګډ او ځانګړي عملیات ترسره کړې، چې په پایله کې یې ۲۰۹ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ یې ټپیان کړي دي.
نوموړی وایي، په یاده موده کې یې د طالبان ۲۰ مهم مرکزونه هم له منځه وړي دي او همدا راز يې د انسان تښتوونکو د يوې ډلې په شمول سل تنه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړه چې جوزا مياشت کې يې ديارلس سوه کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم نيولي دي.
ښاغلی سلطان زیاتوي: «امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال ۲۰۹ طالبان وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي او همداراز یې د وسله والو طالبانو شل مرکزونه له منځه وړي دي.»
امنيه قوماندان وايي، په دې ولايت کې د هېڅ ولسوالۍ د سقوط وېره نشته او د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه یې په یو شمیر ولسوالیو کې عملیات هم په بریالیتوب سره دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
