اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د کښتۍ د ډوبېدو پېښې څخه د دوو ماشومانو په ګډون د ۳ تنو جسدونه موندل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۴ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وړمه ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړود ګردي کڅ سیمه کې د کښتۍ کېبل د شلېدو پېښې له امله په کښتۍ کې ناست د یوې میرمنې او ماشومانو په ګډون لس تنه سیند ډوب کړي وو، چې د خلکو په مرسته یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی و.
هغه وایي، تېره ورځ یې د یو ډاکټر او د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو جسدونه له اوبو ترلاسه کړي او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې تراوسه هم د ۶ تنو جسدونه لادرکه دي او دوی په دې هڅه کې دي څو ترلاسه یې کړي.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره ورځ مو د هغه ډوبې شوې کښتۍ څخه د دوو ماشومانو په ګډون د دریو تنو جسدونه ترلاسه کړي او د ۶ تنو مړي لا هم نادرکه دي او مونږ هڅه کې یو چې ترلاسه یې کړو.»
دا پېښه د تېرې شنبې په ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله، چې په کښتۍ کې سپاره ۱۰ تنه د کونړ سیند له اوبو تېرېدل او د کېبل د شکېدو له امله اوبو کې ډوب شول.
په دې پېښه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه شامل دي، چې په لومړۍ ورځ ترې یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی و.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې هم له سپرلیو ډکه کښتۍ چې لسګونه کسان په کې ناست وو، په اوبو کې ډوبه شوې وه خو هغه مهال یې سپرلۍ ټوله د عامو خلکو له لوري وژغورل شوه.
