اطلاعات روز: د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، تېره ورځ (شنبه، ۲۲ د غبرګولي) مازديګر مهال د پکتيا په مرکز ګردېز اړوند «ابراهيم خېلو» سيمه کې له څو ورځني کلابندۍ وروسته د يوې قرار ګاه ۴۲ پاڅون کوونکي، وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي.
د پکتيا د امنيت امر سمونمل نثار احمد وردګ اطلاعات روز ته وويل، چې سيمې ته د لارو تړل کیدو او ځای پر ځای شويو ماينونو له امله دوی ته له مرکز څخه په وخت همکاري ونه رسېده.
وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د پاڅون کوونکو ۴۲ تنه له وسلو او مهماتو سره دوی ته تسليم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهسې جګړو زرو اخيستی او له امله يې له پکتيا سره د پکتيکا او غزني ولايتونو لويه لاره هم تړل شوې ده.
