اطلاعات روز: د نورستان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په یو ځنګل کې اورلګېدنه رامنځته او لا هم اور مړ شوی نه دی.
د نورستان د والي ویاند سعید مومند نن (شنبه، ۲۲ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له تېرې شپې راهیسې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند شام درې د غرونو برخې او کورګل سیمه کې اورلګیدنه رامنخته شوې، چې له امله یې د ځنګل ځینې برخې سوځیدلي دي.
مومند د اورلګیدنې د لامل په اړه ناخبري وښوده، خو ویې ویل د ځایي قومي مشرانو او خلکو په مرسته یې هڅې پیل کړي چې اور قابو کړي.
مومند زیاتوي: «اورلګېدنه د نورستان د نورګرام ولسوالۍ شام درې غرونو او کورګل سیمو کې رامنځته شوې، هغه سیمه لرې ده، له قومي مشرانو یې د اور په مړه کېدو کې غوښتنه شوې او مونږ هم هڅه کې یو.»
د نورستان ولایت ډېره برخه ځنګلونه دي، چې له امله یې دغه ولایت په ملي پارک نومول شوی او په دې وروستیو کې د سیلانیانو پام هم ورزیات شوی دی.
