اطلاعات روز: د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي، د دې پلاوي مشر او یو شمېر غړو د طالبانو ډلې مرکچي پلاوي سره کتلي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي په یو ټوېټ کې ویلي، چې دغه ناسته پرون ماښام (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي) ترسره شوې، چې د یادې ډلې مشر محمدمعصوم ستانکزي او د طالبانو مرکچي پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر او د دواړو پلاوو ځینو نورو غړو سره کتلي دي.
په ټوېټ کې راغلي، چې په دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او اجنډا تفاهم وشو.
په ورته مهال قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم په یو ټوېټ کې د دې ناستې په اړه ویلي، چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوو مشرانو او یو شمېر غړو سره کتلي.
ښاغلي محمدنعیم ویلي چې په دې ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا او اجنډا خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوو ترمنځ دا لیدنه له اونیو بندون او ځنډ وروسته وشوه.
